ډنمارک په ایران کې خپل سفیر هیواد ته غوښتی دی.
د ډنمارک او ایران ترمنځه اړیکې د خرابیدو پر لورې روانې دي
دا خبره د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر اندریس سمولسن وکړه.
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر اندریس سمولسن خبري غونډې ته وویل چې د ایران استخباراتو په ډنمارک کې د تروریستي برید پلان درلود. د همدې امله په تهران کې د ډنمارک سفیر د سلا مشورو په خاطر هیواد ته رابلل شوی دی.
هغه وویل چې « په ډنمارک کې د ایران لخوا د تروریستي برید پلان د منلو وړ ندی. دا یوه ډیره جدي مسله ده. باور وکړۍ د بیان په اړه يي کلمه نشم موندلې. د همدې امله مو په تهران کې خپل سفیر د سلامشورو په خاطر هیواد ته رابللی دی. »
هغه زیاته کړه لکه څرنګه چې پوهیږۍ د انګلستان لومړۍ وزیرې تیریزا مې او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د ډنمارک په ملاتړ څرګندونې وکړې. د همدې امله ډنمارک به په اروپا کې پر ایران د بندیزونو لګولو په خاطر هلې ځلې وکړي.
د ویلو ده چې ډنمارک تیره ورځ په نوموړي هیواد کې د ایران سفیر د بهرنیو چارو وزیر ته احضار کړی وو.
ډنمارک د ایران د سفیر نه پدې اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه.
د ډڼمارک د پولیسو د استخباراتو ادارې د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ایران استخباراتو په ډنمارک کې د اهواز د ژغورنې په خاطر د عرب مجادلې د غورځنګ پر غړیو د تروریستي برید پلان جوړ کړی وو. دوی ددې پلان په اړه په ترسره کړو عملیاتو کې یو تن ایران الاصله د ناروې هیواد وګړی د اکتوبر په ۲۱ مه نیټه د سویډن د ګوتي برګ په ښار کې ونیو.
ایران یاد شوی غورځنګ د ترهګرو په لست کې شامل کړې دی. ایران ویلي دي چې یاد شوي غورځنګ غړیو د ډنمارک پر سیاسي مشرانو د بریدونو پلان درلود.
د ویلو ده چې ډنمارک هم د سپټمبر په ۲۸ مه نيټه په ترسره کړو ځانګړو عملیاتو کې د ایران د استخباراتو د یو تن کارکوونکي چې د بعضو کسانو د ترور هوډ يي درلود د نیولو نه خبر ورکړی وو.
د ویلو ده چې د روان کال د سپټمبر په ۲۲ مه نیټه د ایران په سویل ختیځ کې د اهواز په ښار کې په پوځي رسمې ګذشت وسله وال برید وشو چې له امله يي ۲۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ. ددې برید مسولیت د اهواز د ژغورنې په خاطر د عرب مبادلې د غورځنګ یوې څانګې په غاړه اخیستی وو.
یادې شوې ډلې ویلي وو چې دا برید يي د خپل مشر چې د ۲۰۱۷ کال د نوامبر په ۸ مه نيټه د هالنډ د لاحه په ښار کې د خپل کور په مخکې وژل شوی وو د غچ اخیستو په خاطر کړی دی.