په زرګونو تنه کډوال د امریکا پر لورې روان شوي دي
ټرمپ امریکا ته د ناقانونه کډوالو د راننوتو د مخنیوي په خاطر د هر ډول تدابیرو نیولو امر کړی دی
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ د منځني امریکا نه د امریکا پر لورې د راروانو کډوالو د مخنیوي په خاطر د هیواد پوله ساتو ځواکونو ته د هر ډول چمتوالي امر کړی دی.
ټرمپ د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي، د مکسیکو پولیسو او اردو د امریکا پر لورې د روانو کډوالو د مخنیوي نه ډډه کړې ده . دا د امریکا لپاره عاجل او بیړنی حالت دی. د همدې امله يي پوله ساتو ځواکونو ته د هر ډول تدابیرو نیولو امر کړی دی.
ټرمپ د نوموړو کډوالو نه د مجرمینو او منځني امریکا بې هویته کسانو په توګه یادونه کړې ده . هغه امریکا ته د ناقانونه لارو څخه د کډوالو د تګ راتګ پړه په ډیموکراټانو واچوله.
ټرمپ وویل چې ګواتامالا، هندوراس او ایل سلوادور امریکا ته د ناقانونه کډوالو د مخنیوي نه ډډه کړې ده . امریکا به ددې پر خلاف د لومړني ګام په توګه د بهرنیو هیوادونو سره د مرستو د پرې کولو او یا په لږولو پیل وکړي.
د ویلو ده چې په زرګونو تنه کډوال امریکا ته د تلو په هیله د منځني امریکا له لارې د امریکا پر لورې روان شوي دي. نوموړي کډوال د مکسیکو د ګواتامالا پولو ته رسیدلي دي.
د ویلو ده چې نږدې ۳ زره تنه ناقانونه کډوال د مکسیکو پولیسو ترڅیرمه راټول شوي او شپه يي هلته تیره کړې ده .
ویل کیږي یو زیات شمیر کډوال د مکسیکو په پوله کې د اغزن مزو نه بې طرفه سیمې ته تیر شوی دي.
همداشان نوموړو کډوالو د مکسیکو د امنیتي ځواکونو سره هم وخت نا وخته نښته کوي.
د بله پلوه په سلګونو تنو کډوالو مکسیکو ته د تیریدو په خاطر ځانونه نهرونو ته ګوزار کړي او په لامبو د پولې نه تیریږي.
همداشان مکسیکو ویلي دي چې د نوموړو کډوالو نه ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو ته به چې قانوني اسناد په لاس کې ولري هیواد ته د ننوتو اجازه ورکړي.