په کینیا کې د قتل عام په څیر ټرافیکي پيښه رامنځته شوه.
په کینیا کې د ټرافیکي پیښې له امله په لسګونو تنو ته ژوند دلاسه ورکړ
په کینیا کې د یو مساپروړونکي بس د چپه کیدو له امله لږ تر لږه ۴۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دیږ
د کینیا پولیسو ویلي دي چې دا بس موټر د پلازمینې نایروبي نه د کیسومو ښار پر لورې روان وو چې د سړک نه ووت او چپه شو.
پولیسو ویلي دي چې د بس چلوونکي د کنټرول د لاسه ورکولو نه وروسته بس د سړک نه ووت او چپه شو.
ویل کیږي په بس کې ۵۲ تنو سفر کولو. پيښه د چارشنبې د سهار په وختي ساعتونو کې رامنځته شوې ده .
د بله پلوه ځینو ځايي خبري رسنیو بیا د مړو شمیره ۴۲ تنو ښودلې ده .
ګمان کیږی چې پدې پيښه کې ښځو او ماشومانو هم ژوند دلاسه ورکړی وي.
د ملګروملتونو روغتیايي سازمان ویلي دي چې کینیا په نړۍ کې د لارو د امنیت په برخه کې د نړۍ تر ټولو خراب هیواد دی.
اړوند خبرونه
اروپايي ټولنې له سوري کډوالو سره د دوه میلیارده یورو مرستې ژمنه وکړه.
د سوریې او سیمې د راتلونکي لپاره د ملاتړ اتم کنفرانس د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې جوړ شو.
د هند لومړی وزیر : زه د خدای لخوا د یو خاص هدف لپاره رالیږل شوی یم .
د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي دي چې هغه خپل خدای د یو هدف لپاره ځمکې ته رالیږلی دی.