امریکا ایران وګواښه

امریکا : هر شيبه ایران تعقیبو او د سیورې په څیر ورپسې یو.

1056934
امریکا ایران وګواښه

د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جان بولتون ایران  ته سخت ګواښ وکړ.

هغه وویل که چیرې  ایران  په خپلو خونړیو  سیاستونو او دریځ کې  بدلون رانولي  پایلې به يي ډیرې بدې وي.

هغه وویل « نن غواړم ایران ته  ډیر غوڅ  پيغام  ورکړم، تاسې  تعقیبوو  او در پسې یو.»

د امریکا  د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جان بالتون  دا څرګندونې  په نیویارک کې  یو کنفرانس ته  وکړې.

هغه  ایران ته ګواښ وکړ ( که چیرې  ایران زمونږ  متفقینو، شریکانو او یا هیوادوالو ته  ضرر  ورسوي  قیامت  به رامنځته شي)

هغه وویل غواړم چې ایران ته  په وضاحت سره  ووایم، که چیرې  د ایران قاتل رژیم  او پلویان يي خپلو دې خونړیو  سیاستونو او دریځونو ته  تغیر ورنکړي  پایلې به يي ډیرې بدې وي. هغه وویل چې د ایران هر ګام  تعقیبوي  او د سیوري په څیر  ورپسې  دي.

د ویلو ده چې د ایران دیني مشر ایت الله علي خامنه يي  د اهواز د خونړي برید  چې له امله يي ۲۵ تنه مړه  او نږدې ۷۰ تنه نور ټپیان شوي وو  پړه پر سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، امریکا او اسراییلو واچوله.

هغه وویل چې  برید کوونکي د عربستان او متحده عربي اماراتو لخوا تمویل شوي او د امریکا لخوا محافظه شوي وو.

همداشان  هغه تیره ورځ  امریکا، اسراییل، سعودي عربستان او متحده عربي امارات  د بالستیک توغندي په برید سره  ګواښلي وو.



اړوند خبرونه