د بورما  د ظالم  پوځ پر خلاف  لومړنی  غبرګون  فیسبوک  وښود.

فیسبوک د روهینګیايي مسلمانانو نه د ملاتړ په برخه کې یو ډیر مهم ګام اوچت کړ

1038702
د بورما  د ظالم  پوځ پر خلاف  لومړنی  غبرګون  فیسبوک  وښود.

 

فیسبوک  په بورما کې  د پوځ لخوا د روهینګیايي مسلمانانو د عام وژنې په غبرګون کې  د پوځ  اړوند ځینې پاڼې  او رسمي حسابونه  وتړل.

فیسبوک  پدې اړه په خپور کړي یو بیان کې ویلي دي چې  د بورما د لوی درستیز د شخصي  حساب او د پوځ  د رسمي خبري ارګان  او تلویزیون  د رسمي حساب په ګډون  ۱۸ شخصي حسابونه  ، ۵۲ د فیسبوک پاڼې  او یو هم  د انستګرام  حساب  تړلی دی.

په بیان کې راغلي دي چې د ملګروملتونو سازمان  لخوا په بورما کې د رامنځته شوو پیښو په اړه  ټاکل شوي  خپلواکه کمیسیون  تیره ورځ د ترسره کړو تحقیقاتو  رسمي پایلې اعلان کړې چې  د نوموړو  پایلو له مخې د بورما لوی درستیز او جګپوړي جنرالان د عملیاتو په بهانه  د روهینګیایي مسلمانانو په عام وژنې  تورن شوي دي.

په راپور کې راغلي دي چې  پدې عام وژنو کې د بورما د لوی درستیز او جګپوړو جنرالانو رول  د ورا ښکاره دی.

فیسبوک ویلي دي چې  د پوځ اړوند  د فیسبوک د حسابونو سربیره  یو شمیر هغه حسابونه چې د روهینګیايي مسلمانانو پر خلاف تبلیغات کوي او خلک نفرت او کینو ته هڅوي  هم  تړل شوي دي.

فیسبوک ویلي دي چې  دا حسابونه يي ځکه  تړلي  چې دوی د نړۍوالو حقونو نه سرغړونه کړې ده .  



اړوند خبرونه