د نایجریا په شمال ختیځ کې  په یو جومات  بمي  برید وشو.

په نایجریا کې په جومات بمي برید له امله ۱۵ تنو مرګ ژوبله اوښتې

1017736
د نایجریا په شمال ختیځ کې  په یو جومات  بمي  برید وشو.

د نایجریا په شمال ختیځ کې  په یو جومات  بمي  برید وشو.

د نایجریا نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  د نوموړي هیواد په شمال ختیځ کې په جومات  د بمي برید په پایله کې  لږ تر لږه  ۸ تنو لمونځ کوونکو ژوند دلاسه ورکړی دی.

د نایجریا امنیتي سرچینو ویلي دي چې برید د بوکوحرام ترهګرې ډلې لخوا شوی دی.

د نایجریا د بورنو د ایالت د ملکي خوندیتوب د ادارې یو تن چارواکي ابراهیم لیمان  خبري رسنیو ته ویلي دي چې د بوکوحرام ترهګرې ډلې بورنو ایالت اړوند د کوندوګا په سیمه کې  په یو جومات  د سهار د لمانځه پر مهال  بمي برید وکړ.

هغه وویل چې پدې برید کې  ۸ تنو لمونځ کوونکو ژوند  د لاسه ورکړ  او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا  د ټپیانو روغتیايي حالت هم  باریکه دی.

د ویلو ده چې د بوکوحرام  ډله چې د ۲۰۰۰ کلونو راهیسې په نایجریا کې فعالیت کوي  د ۲۰۰۹ کال راهیسې  په وسله والو او بمي بریدونو کې  تر ۲۰ زرو تنو ډیر بې ګناه انسانان  وژلي دي.

بوکوحرام  د ۲۰۱۵ کال راهیسې  د نایجریا په ګاونډیو هیوادونو کامرون، بینین، چاد او نیجر کې هم  په ترهګریزو بریدونو پیل کړی دی.

همداشان  یاده شوې ترهګره ډله  په سومالیا کې هم  وخت نا وخته ترهګریز بریدونه کوي.



اړوند خبرونه