په امریکا متحده ایالتونو کې د ملکي وګړو سره د شخصي وسلو شمیره د هیواد د نفوس نه لوړه ده
په امریکا کې په اوسط ډول په هرو سلو تنو ۱۲۱ میله وسلې رسیږي.
په امریکا متحده ایالتونو کې د ملکي وګړو سره د شخصي وسلو شمیره د هیواد د نفوس نه لوړه دی.
په امریکا کې په اوسط ډول په هرو سلو تنو ۱۲۱ میله وسلې رسیږي.
په ټوله نړۍ کې د څه باندې یو میلیاردو میله وسلو ۴۰ سلنه په امریکا کې د ملکي وګړو په اختیار کې دي. د امریکا نفوس ۳۲۶ میلیونه دی خو پدې هیواد کې بیا د وسلو شمیره د نفوس نه ډیره ده.
پدې هیواد کې هر کال په لسګونو زره تنه په وسله والو بریدونو کې ژوند دلاسه ورکوي. وخت نا وخته په شخصي وسلو د بندیز لګولو په اړه بحثونه کیږي خو د وسلو تجاران بیا په یو ډول نه په یو ډول ددې مسلې مخه نیسي.
په امریکا کې د ( سپکو وسلو د سروې ) په نامه یو خپلواکه سازمان ویلي دي چې پدې هیواد کې په تیرو لسو کلونو کې د وسلو شمیره ۱۷ سلنه لوړه شوې ده .
په ټوله نړۍ کې څه باندې یو میلیارد میله وسلو شتون اټکل کیږي چې ۴۰ سلنه يي په امریکا کې دي.
د نوموړي سازمان د شمیرو له مخې په ټوله نړۍ کې ۸۵ سلنه وسلې بیا چې ۸۵۷ میلیونه میله کیږي د ملکي وګړو ،خصوصي امنیتي کمپنیو او غیرې دولتي وسله والو ډلو په اختیار کې دي.
د وسلو ۲ سلنه چې ۲۳ میلیونه کیږي د پولیسو او ۱۳ سلنه بیا چې ۱۳۳ میلیونه کیږي د وسله والو ځواکونو سره دي.
د شمیرو له مخې په پرمختللو هیوادونو کې د شخصي وسلو شمیره د پرمختګ په حال کې ، وروسته پاتو او جګړه ځپلو هیوادونو کې د شخصي وسلو نه په کراتو لوړه ده.
د ویلو ده چې یواځې په امریکا کې ۳۹۳ میلیونه میله وسلې شتون لري چې ددې هیواد د نفوس نه ډیرې دي.
په امریکا کې هره ورځ په اوسط ډول سل تنه په وسله وال بریدونو کې ژوند د لاسه ورکوي.
ویل کیږي د خصوصي وسلو په برخه کې امریکا په لومړي کتار کې، هندوستان په دویم کتار کې او چین په دریم کتار کې ځای لري.
همداشان د اندونیزیا او جاپان په څیر په هیوادونو کې د وسلو کچه دومره ټیټه ده چې د سلو تنو پر سر هم یوه وسله نه رسیږي.