په افریقا کې یو تن د خپل پلار مړی په قیمتي او لوکس موټر کې خاورو ته وسپاره.
په افریقا کې یو تن د خپل پلار جنازه د تابوت پر ځای په لوکس موټر کې خاورو ته وسپارله
په افریقا کې یو تن د خپل پلار مړی په قیمتي او لوکس موټر کې خاورو ته وسپاره.
د ډیلي میل ورځپاڼې د خبر له مخې یو تن نایجریايي سرمایه دار د خپل پلار مړی د یو قیمتي موټر په منځ کې خاورو ته وسپاره.
په خبر کې راغلي دي چې نایجریايی سرمایه دار د خپل پلار د جنازې د خښولو په خاطر د تابوت پر ځای د لوکس او قیمتي موټر نه کار اخیستی دی.
هغه ویلي دي چې په ژوندانه يي خپل پلار د قیمتي او تیزرفتاره موټر ارمان پوره کړی نه وو چې اوس غواړي د هغه دا ارمان پوره کړي.
په خبر کې راغلي دي چې د ازوبویکه په نامه نایجریايي سرمایه دار د خپل پلار مړی په یو بي ام ډبلیو لوکس موټر کې خاورو ته وسپاره.
هغه ویلي دي چې د خپل پلار سره هغه ته د لوکس او تیزرفتاره موټر د اخیستو ژمنه کړې وه خو وخت ورسره یاري ونکړه او پلار يي وفات شو.
هغه ویلي دي چې د پلار د مرګ نه وروسته يي تصمیم ونیو د هغه سره کړې ژمنه پر ځای کړي.
د ډیلي میل د خبر له مخې د نوموړي نایجریايي د پلاز د جنازې د مراسمو عسکونه په ټولنیزه مډیا کې د خپریدو سره د میلیونونو تنو پاملرنه جلب کړې ده . د ټولنیزې مډیا ډیر کارکوونکو د یو احمقانه عمل بللی دی خو ځینو نورو بیا د نایجریايي کس نه ملاتړ کړی دی.