د فرانسې ولسمشر په اسراییلو او امریکا نیوکې وکړې

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون  د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره  په ګډه خبري غونډه کې  په مخامخ  توګه په هغه  او امریکا  سختې نیوکې وکړې.

986783
د فرانسې ولسمشر په اسراییلو او امریکا نیوکې وکړې

 د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون  د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره  په ګډه خبري غونډه کې  په مخامخ  توګه په هغه  او امریکا  سختې نیوکې وکړې.

مکرون د امریکا لخوا بیت المقدس د اسراییلو  د پلازمینې  په توګه د منلو د پریکړې نه  د سترې اشتباه  او غلط ګام په توګه یادونه وکړه  او وویل چې دا مسلې  په سیمه کې  سوله زیانمنه کوي. همداشان  هغه  د ایران سره  د اټومي پروګرام په اړه د شوي تړون نه  ملاتړ وکړ  او وویل چې  « د اروپا په توګه  په سیمه کې د بالستیک توغنیدو د پروګرام  د کنټرول لاندې د نیولو په خاطر  مجبور یو  چې  د ایران سره  شوي تړون ته دوام  ورکړو. »

د اسراییلو لومړی وزیر نتنیاهو  اروپا ته د خپل سفر په ترڅ کې  د سترې ناهیلۍ  سره  مخ شو. په اروپا کې د جرمني نه وروسته  فرانسې هم  د اسراییلو غوښتنې ونه منلې  او پدې هیواد يي  د فلسطین په قبال کې  د غوره کړي  سیاست له امله  نیوکې هم وکړې.

د اسراییلو  لومړي وزیر  فرانسې د خپل سفر په ترڅ کې د ولسمشر امانویل مکرون سره  د لیدنې نه وروسته د هغه سره په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

د فرانسې ولسمشر مکرون خبري غونډې ته وویل چې  د نتنیاهو سره  په لیدنه کې  د سیمې په مهمو  مسلو  خبرې وکړې. هغه وویل « په لیدنه کې مو  نتنیاهو ته  په مکرر ډول  وویل چې  د اروپايي متفقینو سره  په ګډه  په سیمه کې د بالستیک توغندیو د پروګرام  د کنټرول لاندې د نیولو په خاطر  مجبور یو چې د ایران سره  د اټومي پروګرام په مسله کې شوي تړون نه ملاتړ ته داوم  ورکړو. »

مکرون وویل چې  دا هم  حقیقت  دی چې  د ایران سره  د اټومي پروګرام په برخه کط  شوی  تړون  کافي ندی او د ۲۰۲۵ کال  نه وروسته  د ایران د بالستیک توغندیو د پروګرام  او په سیمه کې ددې هیواد نفوذ په برخه کې باید پدې تړون  له سره غور وشي.

مکرون وویل چې  د نتنیاهو سره  د اسراییلو او فلسطین په مسلې هم  خبرې وکړې. هغه وویل چې  بیت المقدس باید  د دواړو هیوادونو  ګډه پلازمینه وي او پدې اړه  د هر ډول مذاکراتو او فعالیتونو نه  ملاتړ او هر کلی کوو.

هغه  وویل چې  د امریکا لخوا  بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه د منلو پریکړه  اشتباه  وه.

هغه  په بیت المقدس کې  امریکا د سفارت د پرانیستو پر ورځ ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته هم  اشاره وکړه او وویل چې  هر هغه  مراسمو او لمانځنې چې ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوړي  هیڅډول معنا  نلري.

مکرون  نتنیاهو  ته  د مخ په اړولو سره  وویل « په ځانګړې توګه  پدې وروستیو اونیو کې  په غزه کې د ملکي وګړو پر وړاندې  هر ډول  تاوتریخوالی  او شدت  په کلکه توګه  غندم.

مکرون وویل چې  په دوه اړخیزو اړیکو مو هم  خبرې وکړې او غواړم  چې په ټینګار ووایم چې د  فرانسې او اسراییلو ترمنځه به په یو زیات شمیر برخو همکاري دوام ورکړي.



اړوند خبرونه