په تیرو دوو اونیو کې په افغانستان کې  تر ۷۰ تنو ډیرو طالب مشرانو د وژلو ادعا

امریکا  متحده ایالتونو په تیرو دوو اونیو کې په افغانستان کې  تر ۷۰ تنو ډیرو طالب مشرانو د وژلو ادعا کړې ده

982858
په تیرو دوو اونیو کې په افغانستان کې  تر ۷۰ تنو ډیرو طالب مشرانو د وژلو ادعا

امریکا  متحده ایالتونو په تیرو دوو اونیو کې په افغانستان کې  تر ۷۰ تنو ډیرو طالب مشرانو د وژلو ادعا کړې ده .

دا ادعا د واشنګټن پوست ورځپاڼې  کړې ده . واشنګټن پوست  په افغانستان کې  د امریکايي ځواکونو له قوله ویلي دي چې  په روانه میاشت کې  پر طالبانو ډير زیات مرګوني بریدونه کړي دي.

پدې بریدونو کې  تر ۷۰ تنو طالب مشران  وژل شوي دي. په خبر کې راغلي دي چې امریکايي ځواکونو د مې د میاشتې د ۱۷ مې نیټې راهیسې پر طالبانو  هوايي ، د ډرون  او پرمختللو توغندیو بریدونه کړي دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان  جنرال نکلسن  له قوله ویلي دي چې  تر ټولو ستر برید  د مې په ۲۴ مه  د هلمند ولایت د موسی کلا په ولسوالۍ کې پر طالب مشرانو شوی دی چې  تر ۵۰ ډیر پکې ووژل شول.

جنرال نکلسن  وویل چې ددې بریدونو اغیزې په  په نږدې راتلوونکې کې  محسوس  شي.

د بله پلوه  واشنګټن پوست د پنټاګون له قوله ویلي دي چې  د مې د ۲۴ مې په برید کې  د هلمند لپاره د طالبانو لخوا ټاکل شوي د والي مرستیال ، د شاوخوا ولایتونو لپاره  ټاکلو والیانو ، د استخباراتو قومندانانو او یو زیات شمیر نورو جګپوړو ژوند د لاسه ورکړی دی.

ورځپاڼې ویلي دي چې پدې غونډه کې  د کندهار، کندوز، هرات، فراه او ارزګان  ولایتونو نه  راغلو طالب مشرانو هم ګډون کړی وو.

همداشان  د تیرې خالي په ورځ هم  د طالبانو د بمونو جوړولو په یو مرکز  د ډرون  الوتکې بریدونه وشول.



اړوند خبرونه