په ایټالیا کې د لارۍ سره د ریل ګاډي د جنګیدو له امله ګن شمیر کسانوته مرګ ژوبله واوښته.
په ایټالیا کې د لارۍ سره د ریل ګاډي د جنګیدو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
په ایټالیا کې د لارۍ سره د ریل ګاډي د جنګیدو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
پیښه د ایټالیا د تورینو په ښار کې رامنځته شوې ده . ویل کیږي پيښه هله رامنځته شوه چې یوه لارۍ د ریل ګاډي د پټلۍ پر سر درول شوې وه.
پیښه د شپې په نیمايي برخه کې رامنځته شوې ده . د لارۍ سره د ریل ګاډي د جنګیدو نه وروسته د ریل ګاډي څو واګونونه د پټلۍ نه ووتل.
د لومړنیو معلوماتو له مخې په پیښه کې دوه تنه مړه او ۱۸ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ټپیانو نه د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی.
په وژل شوو کسانو کې یو د ریل چلوونکی دی. د لارۍ د چلوونکي برخلیک نامعلوم دی.
د ایټالیا ریل ګاډو د چارو ادارې ویلي دي چې د هغه سړکانو نه چې د ریل ګاډي پټلۍ پرې تیره شوي وي د ریل ګاډي د تیریدو پر مهال موانع ښکته کیږي او نور ګاډي پټلۍ ته تیریدی نشي خو دا چې دا لارۍ څنګه د موانع نه تیره شوې پدې اړه معلومات نشته.
یادې شوې ادارې ویلي دي چې د پيښې په اړه څیړنې پيل شوي دي. ټپیان نږدې د درملنې په موخه نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي.