په امریکا کې په ښوونځي‌ خونړی برید وشو

په امریکا کې په ښوونځي‌ د برید سره ستره فاجعه رامنځته شوه

974364
په امریکا کې په ښوونځي‌ خونړی  برید وشو

د امریکا متحده ایالتونو  د تکزاس  په ایالت کې په یو ښوونځي‌ کې د وسله وال برید له امله  لږ تر لږه  لس تنه مړه  او لس تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د تکزاس  ایالت پولیسو  ویلي‌ دي‌ چې د یاد شوي‌ ایالت  اړوند  د سانتا في  په ښار کې  په یوې لیسه کې  د وسله وال برید له امله  لس تنه مړه او لس تنه نور ټپیان شول.

د تکزاس  ایالت  د هاریس د ولسوالۍ د پولیسو مشر خبري  رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې  پیښه  د سهار په ساعتونو کې رامنځته شوې ده . یو تن زده کوونکي‌ په خپلو همټولګیانو او ښوونکي‌ ډزې وکړې چې په ترڅ‌ کې  شلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. هغه ویلي‌ دي‌ چې پدې پيښه کې  تر لسو تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی. 

عیني‌ شاهدانو  ویلي‌  دي‌ چې  برید کوونکی‌ د سهار په ساعتونو کې  ښوونځي‌ ته راننوتو نه وروسته  ټولګي‌ ته  داخل شو  او په خپلو همټولګیانو او ښوونکي‌  ډزې وکړې. پدې پیښه کې  ۹ تنه زده کوونکي‌ او یو تن  ښوونکي‌ ژوند د لاسه ورکړی دی. 

پولیسو ویلي‌ دي‌ چې  برید کوونکی‌ نیول شوی دی او برید يي  د خپل پلار په وسلې کړی دی.

د تکزاس  ایالت  والي د پیښې  په اړه خبري‌ غونډې ته وویل ( د تکزاس په تاریخ کې تر ټولو  د منفور  برید په اړه تاسې ته معلومات درکوم.په ډیرې  خواشینۍ سره  چې  پدې  پیښه کې  لسو تنو ژوند  د لاسه ورکړی  او لس تنه نور ټپیان شوي‌ دي. برید کوونکي‌ پدې  برید کې  د یو ټوپک او یوې تبانچې  نه کار اخیستی دی. برید کوونکي‌ دا منفور  برید  د خپل  پلار په قانوني‌ وسلې  کړی دی. برید کوونکی د همدې  لیسې  زده کوونکی  ۱۷ کاله عمر لري‌ او  دیمتریوس پاګورتیس  نومیږي. )

والي  د سیمې  خلکو ته  د پیښې  په ځای کې  د نااشنا  توکو د موندولو  او لیدولو پر مهال  سمدلاسه  پولیسو ته د خبر ورکولو  غوښتنه وکړه. هغه وویل چې د پيښې د سیمې په شاوخوا کې  چاودیدونکي‌ توکي‌ هم موندل شوي‌ دي.

د سانتا في  د ښار د پولیسو مشر هم  د ښوونځي‌ په انګړ کې  او د انګړ نه  بهر  د چاودیدونکو توکو د موندولو  پخلی کړی دی. هغه ویلي‌ دي‌ چې  پدې پیښه کې  یوې  پاکستانۍ زده کوونکې  چې د زده کوونکو د پروګرام  په ترڅ کې  تکزاس ته راغلې وه هم  ژوند  دلاسه ورکړی دی.



اړوند خبرونه