په نایجریا کې په جومات او د جومات ترڅنګ په مارکیټ ځانمرګي بریدونه وشول
په نایجریا کې په جومات او مارکیټ د ترسره شوو جلا جلا ځانمرګیو بریدونو سره لږ تر لږه ۶۰ تنه ووژل شول.
په نایجریا کې په جومات او مارکیټ د ترسره شوو جلا جلا ځانمرګیو بریدونو سره لږ تر لږه ۶۰ تنه ووژل شول.
د نایجریا په شمال کې د موبي په ښار کې په جومات او مارکیټ جلا جلا ځانمرګي بریدونه وشول.
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې پدې بریدونو کې لږ تر لږه ۶۰ تنه مړه او په لسګونو تنه نور ټپيان شوي دي.
ویل کیږي لومړی یو ځوان هلک د جومات ترڅنګ ځان ولوزولو. همداشان د لومړنۍ چاودنې نه څو شیبې وروسته د جومات په څو مترۍ کې د ټوکرانو د یو مارکیټ ترڅنګ دویم ځانمرګی برید وشو.
د نایجریا د بیړنیو حالاتو او ادارې اژانس خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې پيښه کې ۲۶ تنه مړه او ۵۶ تنه نور ټپيان شوي دي.
د بله پلوه د موبي د ښار د عمومي روغتون چارواکیو بیا ویلي دي چې روغتون ته د ۳۷ تنو مړي راوړل شوي دي.
خو د سیمې دوو تنو ځايي مقاماتو چې د ډیرو قربانیانو په جنازو کې ګډون کړی وو چې پدې پيښه کې ۶۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی. دوې په خپلو سترګو د ۶۸ تنو د مړو د لیدو نه یادونه کړې ده .
دوې ویلي دي چې ډیری مړي د کورنیو لخوا يی وړل شوي او خاورو ته سپارل شوي دي.
د موبي د ښار مشر موسی بیلو بیا ویلي دي چې دا بریدونه د بوکوحرام ترهګرې ډلې لخوا شوي دي.
هغه ویلي دي چې یادې شوې ترهګرې ډلې د تیر کال د نوامبر په میاشت کې هم پدې ښار کې په جومات ځانمرګی برید کړی وو چې له امله يي تر ۵۰ ډیرو کسانو ژوند د لاسه ورکړی وو.
ملګروملتونو سازمان ویلي دي چې د بوکوحرام ترهګرې ډلې د ۲۰۰۹ کال راهیسې په افریقايي هیوادونو کې تر شلو زرو تنو ډیر بې ګناه او ملکي وګړي وژلي دي.