د امریکا د استخباراتو مشر په پټه د شمالي کوریا د ولسمشر سره لیدنه کړې
د امریکا متحده ایالتونو د استخباراتو مشر او د بهرنیو چارو د وزارت نوماند مایک پومپئو د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون سره لیدنه کړې ده .
د امریکا متحده ایالتونو د استخباراتو مشر او د بهرنیو چارو د وزارت نوماند مایک پومپئو د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون سره لیدنه کړې ده .
د ویلو ده چې دا لومړی ځل دی چې د امریکا پدې کچه یو جګپوړی چارواکی د شمالي کوریا د مشر سره مخامخ خبرې کوي.
سره ددې چې د امریکا رسمي مقاماتو ددې لیدنې په اړه څه ندي ویلي دي خو د نوموړي هیواد خبري رسنیو ددې لیدنې خبر خپور کړی دی.
د امریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼې لیکلي دي چې مایک پومپئو د وري په ۲۸ مه چې د اپریل د ۱۷ مې سره سمون خبري په شمالي کوریا کې د نوموړي هیواد د ولسمشر کیم جونګ اون سره لیدنه کړې ده .
ورځپاڼې لیکلي دي چې دا لیدنه په ډیره پټه توګه ترسره شوې ده .
د بله پلوه د رویټرز ، اسوشیتیدپرس او نیویارک ټایمز ورځپاڼو هم د امریکايي چارواکیو چې د نوم د اخیستو نه ورته ډډه کړې ده ورته خبرونه خپاره کړي دي.
د بله پلوه ددې لیدنې نه وروسته د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ ویلي دي چې د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون سره مخامخ لیدنې ته بې صبرانه انتظار باسي.
ټرمپ تیره ورځ خبري رسنیو ته وویل چې د شمالي کوریا سره په لوړه کچه لیدنې کتنې کړي دي. پوره باور لرو چې د ستونزې د حل په خاطر جدي او قوي اراده شتون لري.
د یادولو وړ ده چې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون به د روانې میاشتې په دننه کې لومړی د سویلي کوریا د ولسمشر سره او وروسته بیا د امریکا د ولسمشر سره جلا جلا لیدنې وکړي.