جیمز کومي : ټرمپ له اخلاقي پلوه د ولسمشرۍ لپاره مناسب کس ندی
د امریکا متحده ایالتونو د فدرال څیړنیز دفتر پخواني مشر جیمز کومي د لومړي ځل لپاره د یو تلویزیون سره مرکه وکړه.
د امریکا متحده ایالتونو د فدرال څیړنیز دفتر پخواني مشر جیمز کومي د لومړي ځل لپاره د یو تلویزیون سره مرکه وکړه.
د ویلو ده چې جیمز کومي د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ لخوا له دندې د کولو نه وروسته د لومړي ځل لپاره تلویزیوني کانال سره مرکه وکړه.
هغه د ولسمشر ټرمپ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل ( ولسمشر ټرمپ له اخلاقي پلوه د ولسمشرۍ لپاره مناسب کس ندی. )
جیمز کومي دا مرکه د خپل کتاب د معرفي کولو په خاطر منلې ده . هغه د امریکا د ABC تلویزیوني کانال سره په مرکه کې په ځانګړې توګه په ولسمشر ټرمپ ډیرې زیاتې نیوکې کړي دي.
هغه د ولسمشر ټرمپ په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل ( زمونږ ولسمشر باید یو ډیر صادقه انسان وي خو له بده مرغه چې داسې ندي. ټرمپ د ولسمشرۍ د دندې لپاره د اخلاقي پلوه مناسب کس ندی. )
هغه د ټرمپ په اړه زیاته کړه ، د ښځو سره د غوښې د یوې ټوټې په څیر چلند کوي، په لویو او کوچینو مسلو کې درواغ وايي او د امریکا په خلکو خپل درواغ د حقیقت په توګه په منلو ټینګار کوي.
هغه وویل ولسمشر ټرمپ هر هغه څوک چې ورسره کار وکړي هغه خامخا لکه داره کوي. هغه د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت د لومړني سلاکار مایکل فلین په اړه هم پوښتنې ځواب کړې.
هغه وویل چې ولسمشر ټرمپ د فلین په اړه زمونږ د څیړونو مخه نیوله. هغه پخپله ماته وویل چې د فلین په اړه د تحقیقاتو نه لاس په سر شي. هغه د عدالت د تامین مخه نیوله. دا خپله یو ډیر ښه ژوندی مثال او ثبوت دی.
د ویلو ده چې جیمز کومي « لا لوړ صداقت » په نامه کتاب لیکلی دی. هغه دا څرګندونې د خپل کتاب د معرفي کولو په خاطر په ځانګړې مرکه کې کړي دي.