د امریکا لخوا د ملا منصور د ځینو رازونو افشا کول

د امریکا  د واشنګټن پوست ورځپاڼې د طالبانو د پخواني  مشر ملا اختر منصور په اړه  ځینې رازونه  افشاء کړل .

937585
د امریکا لخوا د ملا منصور د ځینو رازونو افشا کول
Molla Mansur.jpg

د امریکا  د واشنګټن پوست ورځپاڼې د طالبانو د پخواني  مشر ملا اختر منصور په اړه  ځینې رازونه  افشاء کړل .

واشنګټن پوست ورځپاڼې  په خپلې وروستۍ ګڼه کې  د طالبانو د پخواني  مشر ملا اختر منصور په اړه  ځینې پټ رازونه په ډاګه کړل. یادې شوې ورځپاڼې  لیکلي دي چې  ملا منصور د یو کال په دننه کې  ۱۳ ځله  متحده عربي اماراتو ته  سفر کړی وو.

په خبر کې راغلي دي چې  ملا منصور د اخر ځل لپاره  دوبۍ  ته  د خریدارۍ  او مالي مرستو د راټولو په خاطر تللی وو. په خبر کې راغلي دي چې  ملا منصور د ۲۰۱۶ کال د اوړي په میاشت کې دوبۍ ته تللی وو  تر څو  د طالبانو لپاره مالي مرستې راټولې کړي او پخپله ځینې خریداري ګانې وکړي.

واشنګټن پوست ورځپاڼې لیکلي دي ملا منصور پداسې حال کې  دوبۍ ته  سفر کړی وو چې طالبانو ته  د افغان حکومت او  امریکا سره  په پټه  مذاکراتو کې د ګډون امر کړی وو. همداشان  پدې وخت کې  د طالبانو، افغان حکومت او امریکا ترمنځه مذاکرات  ډیر زیات نږدې شوي وو.

امریکايانو  په عربي اماراتو کې  د ملا منصور د نیولو فرصت  درلود  خو د سیاسي او ډیپلوماتیکو خطراتو له کبله دا کار شونی نه وو.

واشنګټن پوست لیکلي دي چې  د طالبانو پخوانی مشر ملا منصور د څو ورځو لپاره په دوبۍ کې د پاتې کیدو  نه وروسته ایران  ته او وروسته بیا پاکستان ته سفر وکړ.

په پاکستان کې بیا  د بې پيلوته الوتکې په برید کې ووژل شو.

واشنګټن پوست ورځپاڼې  په خبر کې د یو امریکايي لیکوال  له قوله لیکلي دي چې  په ۲۰۰۱ کال کې  کله چې حامد کرزی  د افغانستان  د موقتې ادارې د مشر په توګه وټاکل شو  د طالبانو سره  يي د سولې د مذاکراتو  پریکړه وکړه  خو د امریکا د وخت د دفاع وزیر دونالد رامسفلد  ددې خبرې سره  سخت مخالفت وکړ او حتی ځینې هغه طالب مشران چې د سولې غوښتوونکې ول  هغه يي ونیول او ګوانتانامو زندان ته يي واستول.

نوموړي  ویلي دي  ۷ میاشتې  وروسته د هغه  چې  ملا منصور  د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو  د سولې د مذاکراتو لپاره هلې ځلې  پیل شوې. واشنګټن پوست ورځپاڼې لیکلي دي چې ملا اختر منصور  د ملا محمد عمر پر خلاف  بیا  غوښتل چې معامله وکړي.

د بله پلوه واشنګټن پوست ورځپاڼې  د یو تن امریکايی چارواکي  له قوله چې د نوم اخیستو نه يي ډده شوې ده  لیکلي دي چې  د طالبانو پخواني مشر ملا منصور په ۲۰۱۶ کال کې  د سولې د مذاکراتو لپاره غاړه ایښې وه  او ټولو  خواوو  پدې فیصله وکړه چې دا مذاکرات به  پټ  ترسره کیږي . که چیرې عام  خلک  پدې اړه  پوښتنه کوي  ټولې خواوې به يي  ردوي.

واشنګټن پوست ورځپاڼې لیکلي دي  چې  امریکايی مقاماتو د طالبانو په اړه  مختلف  نظرونه او فکرونه  درلودل. ځینې برخې پدې باور وې چې  طالبان د امریکایانو سره په جګړه کې  لا تندلاري او هوښیار شوي دي خو ځینې بیا  پدې باور ول چې نه  دې مسلې  طالبان  نرم  کړي دي. ځینو بیا ویلي دي چې  طالبانو  د مذاکراتو پر مهال  په خپلو خطاګانو  اقرار کړی وو لکه  د نجونو د ښوونځیو  د تړولو  په څیر.

واشنګټن پوست ورځپاڼې لیکلي دي چې  امریکايي  مقامات  دوبۍ ته  د ملا منصور د سفرونو په اړه پوره معلومات درلودل. ځینو مقاماتو به ویل چې  ددې مسلې نه باید  ګټه پورته کړي او ځینې  نورو  بیا  په پټه د هغه د نیولو  او د سولې مذاکراتو ته  د اړولو غوښتنه کوله.

ورځپاڼې  لیکلي دي په وروستۍ ځل  کله چې سپینې ماڼۍ  د ملا منصور د نیولو په اړه په مسلې بحث کولو او غوښتل يي چې د متحده عربي اماراتو د فدرال حکومت نه په پټه د ملا منصور د نیولو  غوښتنه وکړي او د اماراتو سیمه ایزو چارواکي پدې مسلې خبر نکړي  امریکا اسختبارات ترلاسه کړل چې  ملا منصور  د دوبۍ نه ایران ته سفر وکړ.

ورځپاڼې  لیکلي دي  په هغه وخت کې د امریکا  د ملي امنیت سلاکارې سوزن رایس  حتا  په متحده عربي اماراتو کې د ملا منصور  د سفر په اړه  د امریکا د سفیر سره  خبرې وکړې او هغه ته يي پدې اړه معلومات ورکړل. هغه وویل چې  پدې اړه به لا زیات امنیتي تدابیر ونیسي. خو څو شیبې وروسته  میرمن رایس ته خبر ورسید چې ملا منصور  ایران ته سفر وکړ.

میرمن  رایس  سمدلاسه  د اماراتو مقاماتو نه د ملا منصور د الوتکې د درولو غوښتنه وکړه خو  نتیجه يي ترلاسه نکړه. اماراتو وویل چې وخت له وخته  تیر  دی  .

ځیني امریکايي  چارواکي  پدې باور وو چې  متحده عربي اماراتو پخپله  دا نه غوښتل  چې  ملا منصور ونیسي . د همدې امله يي بهانه  وکړه چې وخت تر وخته تیر  دی.

ورځپاڼې  لیکلي د امریکايي مقاماتو له قوله لیکلي دي چې  ایران ته د ملا منصور د سفر او هلته  د پاتې کیدو په اړه  معلومات درلودل. ملا منصور غوښتل چې  د ایران نه  د مالي او استخباراتو مرستې  ترلاسه کړي  تر څو  پدې برخه کې د پاکستان نه  ځان وشلوي.

واشنګټن پوست ورځپاڼې لیکلي دي  چې امریکايي  مقاماتو  د ۲۰۱۶ کال د مې د میاشتې په ۲۰ مه نيټه استخبارات ترلاسه کړل چې ملا منصور  د ایران نه د پاکستان پر لورې روان شو  او هغه غواړي چې  په پاکستان کې نوې ښځه وکړي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې  د ملا منصور  د وژل کیدو او یا نه وژل کیدو پر اړه وروستۍ پریکړه او تصمیم  د ولسمشر بارک اوباما  په اختیار کې وو.

همداشان  سره ددې چې ملا منصور د مذاکراتو ژمنه کړې وه خو ځینې امریکايي  مقاماتو پدې اړه شک ښودلی وو او ویلي وو چې  منصور د یو پل نه د مذاکراتو  خبره کوي او د بله پلوه بیا  په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې د بریدونو او ځانمرګیو  امر کوي.

ملا منصور چې کله  پاکستان خاور ته تیر  د امریکا د بې پیلوته الوتکې لخوا يي پر موټر برید وشو. پدې برید کې د هغه سربیره د موټر چلوونکي هم  ژوند د لاسه ورکړ.



اړوند خبرونه