د امریکا د اوسټین په ښار کې یو ځل بیا چاودنه وشوه
د تکزاس د اوسټین په ښار کې د یوې میاشتې په دننه کې څلورمه چاودنه وشوه
د امریکا متحده ایالتونو د تکزاس ایالت په مرکز اوستین کې یو ځل بیا یو کور ته د لیک په پاکټ کې استول شوی بم وچاودید.
د اوستین د ښار پولیسو ویلي دي چې دا د یوې میاشتې په دننه کې څلورمه چاودنه ده چې رامنځته کیږي.
په تیرو چاودنو کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او ۴ تنه نور ټپيان شوي وو.
په څلورمه چاودنه کې بیا دوه تنه ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې د پيښې د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
د اوسټین د ښار د پولیسو مشر ویلي دي چې د تیرو چاودنو په اړه هم تحقیقات دوام لري. هغه ویلي دي چې د یوې داسې پيښې سره مخامخ دي چې په اړه يي ډیر زیات معلومات نلري.
هغه د یاد شوي ښار په خلکو غږ کړی دی چې مشکوک پاکټونه دې نه خلاصوي. هغه دا ندي ویلي چې دا چاودنه د تیرو چاودنو سره تړاو لري او که نه.
د ویلو ده چې د تیرې دوشنبې پر ورځ هم په یاد شوي ښار کې چاودنه شوې وه چې له امله يي یو ۱۷ کلن ځوان ژوند د لاسه ورکړ او ۷۵ کلنه مور يي ټپۍ شوه.
دا بریدونه ټول په تور پوستو کورنیو باندې شوي دي.