د امریکا متحده ایالتونو د تکزاس دوه پر له پسې چاودنې وشوې
په تکزاس کې چاودنه وشوه
د امریکا متحده ایالتونو د تکزاس په ایالت کې دوه پرله پسې چاودنې وشوې.
د تکزاس ایالت اړوند د اسوتین په ښار کې د څو ساعتونو په دننه کې دوه پرله پسې چاودنې وشوې. ویل کیږي چاودنې په پاکټ کې د استول شوو بمونو له امله رامنځته شوي دي.
د یادولو وړ ده چې په یاد شوي ښار کې دا د تیرو لسو ورځو په دننه کې دریمه چاودنه ده چې رامنځته کیږي. لومړنۍ چاودنه د مارچ په دویمه نیټه یو کور ته د استول شوي پاکټ په پایله کې رامنځته شوې وه.
د مارچ په ۱۲ مه نیټه یو ځل بیا په همدې ښار کې یو کور ته په پاکټ کې بم استول شوی وو. د کور د خاوند لخوا د پاکټ د پرانیستو سره سم چاودنه وشوه. په پیښه کې یو تن ۱۷ کلن ځوان ژوند د لاسه ورکړ او یو میرمن ټپۍ شوه.
همداشان ددې چاودنې نه څو ساعته وروسته د پيښې ځای په ۷ کیلومترۍ کې په همدې ډول دویمه چاودنه وشوه. په دویمه چاودنه کې یوه میرمن ټپۍ شوې ده .
پولیسو ویلي دي چې د مارچ په دویمه نیټه هم یو کور ته په پاکټ کې د استول شوي بم په چاودنه کې یو تن ژوند د لاسه ورکړی وو .
د یاد شوي ښار د پولیسو مشر ویلي دي داسې ښکاري چې درې واړه پیښې د یو بل سره تړاو لري. درې واړه بریدونه د یو بل سره ډیر زیات ورته والی لري.
هغه ویلي دي چې درې واړه بمونه د شپې لخوا د کورونو په مخکې پریښودل شوي دي. همداشان دا پاکټونه د پوست یا د کارګو د شرکتونو لخوا ندي استول شوي .
همداشان ټولو پيښو قربانیان تورپوستي امریکایان دي.
پولیسو مشر ویلي دي چې د بریدونو په اړه تحقیقات دوام لري. کیدای شي چې دا د کینې او نفرت بریدونه وي.