د بوکو الحرام ترهګرې ډلې په نایجریا کې د ښوونځي زده کوونکې نجوني تښتولي دي.
په نایجریا کې د بوکوالحرام ترهګرې ډلې وحشت دوام لري
د بوکو الحرام ترهګرې ډلې په نایجریا کې د ښوونځي زده کوونکې نجوني تښتولي دي.
د بوکوالحرام ترهګرې ډلې د نایجریا د یوبي په ایالت کې په یو ښوونځي د برید سره ۱۱۱ تنه زده کوونکې نجوني تښتولي دي.
د یوبي د ایالت د پولیسو ویاند عبدالمالک سومونو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د بوکوالحرام ترهګرې ډلې د یاد شوي ایالت د داپچي په سیمه کې د نجونو په ښوونځي د برید سره ۱۱۱ تنه زده کوونکې تښتولي دي.
هغه ویلي دي چې پدې ښوونځي کې ۹۲۶ تنه زده کوونکي زده کړه کوي چې د برید نه وروسته ۸۱۵ تنه يي موجود دي او پاتې ۱۱۱ تنه لادرکه دي.
ویاند ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د پلتنې عملیات پیل کړي دي او هر نوموړې زده کوونکې به د ترهګرو د منګولو نه وژغوري.
د ویلو ده چې په یاده شوې سیمه کې د تیرې دوشنبې په ورځ هم ددې ترهګرې ډلې لخوا د نجونو په یو ښوونځي د برید نه خبر ورکړ شوی وو. ترهګرو پدې برید کې هم په لسګونو تنو زده کوونکې تښتولې وې.