په تکزاس کې په رستورانت برید وشو
د امریکا متحده ایالتونو د تکزاس په ایالت کې په یو رستورانت وسله وال برید وشو.
د امریکا متحده ایالتونو د تکزاس په ایالت کې په یو رستورانت وسله وال برید وشو.
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې یو تن نامعلوم کس د په تکزاس ایالت کې په یو رستورانت کې میلمنو ډزې وکړې چې له امله يي ۴ تنه سخت ټپیان شوي دي.
ټپیان د یوې کورنۍ غړي دي. پدې پيښه کې یو تن ماشوم هم سخت ټپي شوی دی.
د تکزاس پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د سن انتونیو په ښار کې د تکزاس روډ هاوس په رستورانت برید وشو.
پولیسو ویلي دي چې د برید اصلي لامل تر اوسه پورې ناڅرګند دی . په پيښه کې د یو تن ماشوم په ګډون ۴ تنه ټپیان شوي دي.
ټپیان نږدې روغتون ته انتقال شوي دي. پولیسو ویلي دي چې د ټپیانو نه د دوو تنو روغتیايي حالت ډیر زیات باریکه دی.
پولیسو ویلي دي چې ماشوم په خپه لګیدلی دی چې د ژوند خطر يي شتون نلري.
برید کوونکی د پيښې د ځاینه په تیښته بریالی شوی دی او د نیولو په په خاطر يي عملیات پیل شوي دي.
د سن انتونیو د سیمې د پولیسو مشر ویلیم مک مانوس خبریالانو ته وویل چې د برید لامل معلوم ندی او په اړه يي څیړنې دوام لري.