ټرمپ په واشنګټن کې د عسکري پریډ د جوړولو غوښتنه وکړه
امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ د دفاع وزارت نه په واشنګټن کې د عسکري پریډ د جوړولو غوښتنه وکړه.
امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ د دفاع وزارت نه په واشنګټن کې د عسکري پریډ د جوړولو غوښتنه وکړه.
پنټاګون ویلي دي چې د ټرمپ په غوښتنه عسکري پریډ به د روان میلادي کال د نوامبر په میاشت کې ترسره کړي.
د واشنګټن پوست ورځپاڼې د دوو تنو جګپوړو چارواکیو له قوله په خپور کړي خبر کې ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ د ۲۰۱۸ کال د جنوري په ۱۸ مه نیټه په پنټاګون کې د جنرالانو سره غونډه وکړه. ولسمشر ټرمپ پدې غونډه کې په واشنګټن کې د عسکري پریډ د ترسره کولو غوښتنه وکړه.
په خبر کې راغلي دي چې ټرمپ ویلي دي چې تیر کال په فرانسه کې د باستیل د ورځې د لمانځې په خاطر لوی عسکري پریډ جوړ شوی وو چې ولسمشر ماکرون ته هم پکې د ګډون بلنه ورکړ شوې وه.
پنټاګون د ولسمشر ټرمپ دا خبره امر تلقي کړې او سمدلاسه يي د عسکري پریډ د ترسره کولو لپاره د تیاریو په نیولو پیل کړی دی.
د پنټاګون د ویندویانو نه چارلي سومرس بیا ویلي دي چې په واشنګټن کې د عسکري پریډ په خاطر تر اوسه پورې پلان دقیق شوی ندی خو په لوی احتمال چې دا پریډ د نوامبر په ۱۱ مه نيټه ترسره شي.
همداشان مطبوعاتو ته ددې مسلې او خبر د انعکاس نه وروسته د سپیڼې ماڼۍ ویاندې د مسلې په اړه ارزونې وکړې.
د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي دي « لکه څرنګه چې ټول شاهد دي ولسمشر ټرمپ تل د امریکا د اتل پوځ نه چې هره ورځ ددې هیواد په خاطر خپل ژوند په خطر کې اچوي ملاتړ کړی دی. ولسمشر د دفاع وزارت نه د عسکرو د تقدیر او تحسین په خاطر د یو جشن د جوړولو غوښتنه کړې ده .