په امریکا کې ریل ګاډی د پټلۍ نه د وتو سره ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته
د امریکا متحده ایالتونو د واشنګټن په ایالت کې ریل ګاډی د پټلۍ نه د وتو نه وروسته څو واګونه د پله نه لاندې وغورځیدل.
د امریکا متحده ایالتونو د واشنګټن په ایالت کې ریل ګاډی د پټلۍ نه د وتو نه وروسته څو واګونه د پله نه لاندې وغورځیدل.
د امریکا د واشنګټن په ایالت کې ګړندی ریل ګاډی د پټلۍ نه ووت.
په پیښه کې لږ تر لږه ۳ تنه مړه او تر سلو ډیر ټپیان شوي دي.
د واشنګټن ایالت د پیرس د سیمې د پولیسو دفتر خبري رسنیو ته ویلي دي چې پیښه د « دو پونټ » د ښار ترڅنګ رامنځته شوې ده . پولیسو ویلي دي چې ریل ګاډی د یو هوايي پله د تیریدو پر مهال د پټلۍ نه د وتو سره ځیني واګونونه د پله نه لاندې سړک ته غورځیدلي دي.
پولیسو ویلي دي چې پدې پیښه کې تر اوسه پورې ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او تر سلو ډیر مساپر ټپیان شوي دي.
د ټپیانو نه هم د ځینو روغتیايي حالت ښه ندی.
د بله پلوه د نوموړي ګړندي ریل ګاډي د شرکت ریس ویلي دي چې د پیښې پر مهال د ریل ګاډي د سرعت د کمولو یا کنټرول سیستم فعاله نه وو.
د واشنګټن پولیسو ویلي دي چې د ریل ګاډي د ۱۴ واګونونو نه ۱۲ د پټلۍ نه وتلي دي. د بله پلوه د پیښې په اړه څیړني پیل شوې دي.