د امریکا متحده ایالتونو د کانګرس  غړي  ځان وژنه وکړه.

د امریکا د کانګرس غړي جانسون ځان وواژه

868388
د امریکا متحده ایالتونو د کانګرس  غړي  ځان وژنه وکړه.

د امریکا متحده ایالتونو د کانګرس  غړي  ځان وژنه وکړه.

د امریکا  په کانګرس کې  د کنتاکي د ایالت  استازي ډان  جانسون وروسته د هغه  ځان وژنه وکړه چې  په هغه د لګیدلي  جنسي تیري او ځورونې د تورونو له امله د هغه نه د استعفا ورکولو غوښتنه وشوه.

د سیمې د پولیسو  مشر ډاڼیا  تینل  خبري رسنیو ته ویلي دي چې جانسون  د سیند په غاړه  د یو پله  ترڅنګ  د خپل موټر  په مخکې  ځان په ویشتی  دی. د هغه  مړی  د موټر ترڅنګ  په یوې څوکۍ د پاسه موندل شوی دی. همداشان وسله هم  د هغه د مړي ترڅنګ  موندل شوې ده .

هغه پرون  د ماښام  په پنځو بجو  د ټولنیزې مډیا له لارې  یو پیغام هم  خپور کړی وو.

هغه په خپور کړي پیغام کې ویلي وو چې  په هغه  لګیدلي ټول تورونه  غلط  او درواغ  دي. یواځې خدای  په حقیقت  ډیر ښه پوهیږي.

هغه ویلي وو چې  د خپل خدای  او خپلې میرمنې سره  ډیره زیاته مینه لري. خپله میرمن ورته ډیره  زیاته ګرانه ده ځکه چې هغه په نړۍ کې تر ټولو ښه میرمن ده.

د ویلو ده چې  د امریکا په کانګرس کې د کنتاکي د ایالت په استازي  دان جانسون  یوې ښځې تور ولګو چې په ۲۰۱۳ کال کې  د جنسي پلوه  ځورولې ده . دې ښځې ادعا کړې وه چې په هماغه  شپه يي پولیسو ته شکایت وکړ خو پولیسو يي  دوسیه  پرته  د تحقیقات  وتړله.

جانسون  په هغه لګیدلې ادعا په کلکه توګه  رد کړه او وویل چې  حقیقت نلري.

جانسون په کانګرس کې د جمهوري پلوو د ګوند استازی وو چې  هم  د جمهوري پلوو او هم  د ډیموکراټ ګوند لخوا يي د استعفا غوښتنه شوې وه.

د یادولو وړ ده چې  په امریکا کې  په نامتو شخصیتونو  هله پر پسې د جنسي تیرو او ځورونې  تورونه  ولګیدل  چې  د هالیوډ د سینما  نامتو هنرمندې  اسیا ارګینتو  په هغه د ترسره شوي جنسي تیري په اړه  ۲۱ کاله وروسته اعتراف وکړ.

د هالیوډ د سینما  ایټالیوي هنرمندې  اسیا ارګینتو په نیویارک کې د یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې  د خپل ژوند د ترخو خاطراتو  نه یادونه وکړه. هغه د خپلو ترخو خاطراتو نه یوه هم  د نامتو فلم جوړونکې لخوا پرې  د جنسي تیري نه یادونه وکړه. هغې وویل چې  نامتو فلم جوړونکې وینستین  په فرانسه کې په یو هوټل کې پرې په زور سره  جنسي تیری وکړ.

د اسیا ارګینتو  د اعتراف نه وروسته  پرله پسې  اعترافونه  پیل شول. همداشان پدې اړه یو ستر کمپاین  پیل شو.

 

 



اړوند خبرونه