په سومالیا کې د ولسي جرګې غړی د ولسي جرګې د یو بل غړي د ساتوونکو لخوا ووژل شو.
په سومالیا کې د ولسي جرګې وکیل د بل وکیل د ساتوونکو لخوا ووژل شو
په سومالیا کې د ولسي جرګې غړی د ولسي جرګې د یو بل غړي د ساتوونکو لخوا ووژل شو.
د سومالیا په ولسي جرګه کې د ګالمودوګ د سیمې استازی محمد عبدي ګولید د ولسي جرګې د یو بل وکیل د ساتوونکو لخوا ووژل شو.
عیني شاهدانو ویلي دي چې په ولسي جرګه کې د موګادیش د خلکو د استازي محمد ابواوکاته ساتوونکو په محمد عبدي ګولید وسله وال برید وکړ چې په پایله کې سخت ټپي شو.
محمد عبدي په روغتون کې د ډاکټرانو د ټولو هلو ځلو سره سره ژوند د لاسه ورکړ.
د بله پلوه د نوموړي هیواد په ولسي جرګه کې د مودګادیش د خلکو استازي ویلي دي چې محمد عبدي خپل موټر زمونږ د موټر سره وجنګو. زمونږ ساتونکو ترینه د دریدو غوښتنه وکړه خو هغه ونه درید. زما ساتوونکې اړ کړل چې پرې ډزې وکړي.
هغه وویل چې دده ساتوونکو په محمد عبدي په غلطۍ کې برید کړی دی.
د ویلو ده چې د مودګادیش د خلکو د استازي ټول ساتوونکي د پولیسو لخوا نیول شوي دي .