امریکا د الشباب په کمپ د برید سره تر ټولو ډیر کسان ووژل

امریکا  متحده ایالتونو په سوماليا کې  د القاعدې ترهګرې ډلې  د څانګې  الشباب ترهګرې ډلې په کمپ خونړي بریدونه وکړل.

852246
امریکا د الشباب په کمپ د برید سره تر ټولو ډیر کسان ووژل

امریکا  متحده ایالتونو په سوماليا کې  د القاعدې ترهګرې ډلې  د څانګې  الشباب ترهګرې ډلې په کمپ خونړي بریدونه وکړل.

د امریکا د پوځ  د افریقا  قومندانۍ  د معلوماتو له مخې  امریکايي  جنګي الوتکو  د پلازمینې موګادیش  شمال لویدیځ  لورې ته په ۲۰۰ کیلومترۍ کې  د  الشباب ترهګرې ډلې  په کمپ درانده بریدونه وکړل.

پدې بریدونو کې  لږ تر لږه  د سلو تنو ترهګرو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

د الشباب  ترهګرې ډلې  چې  داعش ته بیعت نه وو کړی  او القاعدې ته  صادقې ډلې په توګه پاتې شوې ده  په سوماليا کې  په ورانکارانه فعالیتونو تورنه ده. یاده شوې ډلې  پدې وروستیو میاشتو کې د سوماليا په پلازمینه  مودګادیش کې  په  لسګونو  بمي بریدونو او وژنو تورونه ده.

د یادولو وړ ده چې  الشباب  ترهګرې دلې  تیره میاشت  په مودګادیش کې  د یو هوټل  په مخکې  د لارۍ پر مټ  د برید سره  لږ تر لږه  ۳۵۰ تنه وژلي وو. دا برید په سومالي کې تر ټولو خونړی  برید وو.  



اړوند خبرونه