په جاپان کې په یو کور کې د ۹ تنو مړي چې سرونه ترینه پرې شوي وو وموندل شول.
په توکیو کې په یو کور کې ۹ مړي وموندل شول
په جاپان کې په یو کور کې د ۹ تنو مړي چې سرونه ترینه پرې شوي وو وموندل شول.
پولیسو دا مړي د پلازمینې توکیو سویلي لوري ته پروت د زاما په سیمه کې د یو ۲۷ کلن ځوان په کور کې د پلټنو پر مهال وموندل.
د کور خاوند ۲۷ کلن ځوان د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
د توکیو پولیسو د یوې لارکه شوې میرمنې په اړه د تحقیقاتو پر مهال پدې کور کې پلټنې وکړۍ. پولیسو د پلټنو پر مهال لومړی د واورو په یو صندوق کې د یو انسان سر وموندولو.
پولیسو د سر د موندولو نه وروسته لا قوي پلټنې پيل کړې چې په ترڅ کې د ۹ تنو مړي چې سرونه ترینه پرې شوي وو وموندل شول.
قاتل په خپل جرم اعتراف وکړ او ویلي دي چې دا کسان ټول ما وژلي دي او د مړو د پټولو په خاطر مې ځینې جسدونه په برقي اره اره کړي دي.
پولیسو پدې کور کې یوه برقي اره هم موندلې ده .
پولیسو د ۲۳ کلنې لا درکه شوې پیغلې په اړه څیړنې کولې چې په وروستي ځل يي د نوموړي قاتل سره د اړیکه ټینګول تثبیت شول. پولیسو د پلټنو په ترڅ کې د ۲۷ کلن قاتل په کور کې پلټنې وکړې چې وروسته د هغه ټول راض افشا شو.
د بله پلوه پولیسو ویلي دي چې نوموړې لادرکه شوې پیلغې د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي یو پیغام کې ویلي وو « له ما سره مرګ ته حاضر یو کس لټوم ».