اوکراین د ګرجستان پخواني ولسمشر ته ورکړی تابعیت بیرته واخیست

اوکراین ویلي دي چې کیدی شي چې د ګرجستان پخوانی ولسمشر ډیپورت کړي

833935
اوکراین د ګرجستان پخواني ولسمشر ته ورکړی تابعیت بیرته واخیست

اوکراین  چې  یو څه موده مخکې  د ګرجستان پخواني  ولسمشر میخایل سکاشویلي نه  تابعیت  بیرته اخیستی وو  ویلي دي چې  د هغه  د ډیپورت  کولو په مخکې هیڅډول  خنډ پاتې ندی.

د اوکراین لوی څارنوال  یوري لوتسنکو  خبریالانو ته وویل چې  « د اوکراین د کډوالو ادارې  د سکاش ویلي د کډوالۍ  وړاندیز  رد کړی دی .»

هغه وویل  اوس  د سکاش ویلي د ډیپورت کولو په مخکې هیڅډول  خنډ پاتې ندی. هغه  دلته د بې وطنه په توګه ژوند کوي.

د یادولو وړ ده چې  د اوکراین ولسمشر پترو پروشینکو واک ته د رسیدو نه وروسته  د ۲۰۱۵ کال د مې په میاشت کې د  ګرجستان پخواني ولسمشر میخایل سکاشویلي ته  د اوکراین  تابعیت ورکړ او هغه يي د  اودیثا ولایت  د والي په توګه په دنده وګماره.

سکاشویلي  تیر کال  د خپلې دندې نه  استعفا  وکړ  او د نوو ځواکونو د حرکت په نامه يي  د سیاسي ګوند په جوړولو سره  د اوکراین د ولسمشر پر خلاف  په مخالفت پيل وکړ.

د اوکراین  ولسمشر پوروشینکو  تیر کال  د جولای په میاشت کې د یو ځانګري فرمان په صادرولو سره  د سکاش ویلي نه  د اوکراین تابعیت بیرته واخیست. سکاش  ویلي نه پداسې حال کې د اوکراین تابعیت واخیستل شو چې هغه د یو سفر په ترڅ کې امریکا ته تللی وو.

سکاش  ویلي بیا   د تیر کال د اکتوبر په میاشت کې  د اوکراین د مخالفینو په مرسته  د پولنډ  له لارې په غیرې قانوني توګه  اوکراین  راوستل شو.

هغه  او د هغه پلویانو د اکتوبر په ۱۷ مه نيټه  د اوکراین د پارلمان په مخکې په مظاهرې پيل کړی دی.

د بله پلوه  تیره میاشت د ګرجستان  لوی څارنوال  د اوکراین نه  سکاش ویلي دوی ته د سپارولو غوښتنه وکړه. د ګرجستان لوی څارنوال ویلي وو چې  د سکاش ویلي د نیولو حکم  شتون لري هغه باید  ونیول شي او دوی ته وسپارل شي.

سکاش ویلي  په ۲۰۱۳ کال کې د ګرجستان نه  وتښتید  او د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په څلورمه نیټه  بیا  د بهرني هیواد د تابعیت د اخیستو په خاطر  د ګرجستان له تابعیت ته  وویستل شو.

سکاشویلي اوس خپل هیواد ګرجستان ته هم  ستنیدی  نشي.



اړوند خبرونه