په امریکا کې وسله وال برید څو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د امریکا متحده ایالتونو د کالیفورونیا په ایالت کې په وسله وال برید کې ۲ تنه مړه او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

832902
په امریکا کې وسله وال برید څو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د امریکا متحده ایالتونو د کالیفورونیا په ایالت کې په وسله وال برید کې ۲ تنه مړه او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د سیمې نه  د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  د کالیفورونیا  د ایالت  د لک کونټي په ښار کې یو تن  برید کوونکي په خلکو ډزې وکړې چې په پایله کې دوه تنه مړه او ۳ تنه نور ټپیان کړل.

برید کوونکی  د پولیسو لخوا نیول شوی دی .

د لک کونټي د ښار د پولیسو مشر خبري رسنیو ته وویل چې  پيښه  د دوشنبې د شپې  په ۱۱ بجو  او ۲۳ دقیقو کې رامنځته شوه.

هغه وویل چې  برید کوونکی  نیول شوی دی . د پیښې ټپیان  نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د برید کوونکي نه  تحقیقات دوام لري. د برید لامل ناڅرګند  دی.



اړوند خبرونه