د سوماليا په پلازمینه موګادیش کې قتل عام رامنځته کړ.
په سومالیا کې د تیرو لسو کلونو تر ټولو خونړي بریدونه وشول
د سوماليا په پلازمینه موګادیش کې قتل عام رامنځته کړ.
د ویلو ده چې د نوموړي خونړیو بریدونو له امله د مړو شمیره ۲۳۱ تنو ته لوړه شوه.
پدې پیښه کې ۲۷۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
وړمه ورځ د سومالیا په پلازمینه موګادیش کې دوه غبرګې چاودنې وشوې. د سیمې نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې لومړنۍ چاودنه د سفري هوټل ترڅنګ او دویمه چاودنه بیا د مدینې منورې په نامه په سیمه کې وشوه.
د سومالیا د روغتیا وزارت ویلي دي چې پدې دواړو چاودنو کې ۱۸۹ تنه مړه او تر ۲۰۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي خو د اسوشیتید پرس خبري اژانس بیا د نوموړي هیواد د جګپوړو سیاستوالو له قوله د مړو شمیره ۲۳۱ تنه او د ټپیانو شمیره ۲۷۵ تنه ښودلې ده .
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
د سومالیا ولسمشر محمد عبدالله محمد د نوموړي ستر فلاکت نه وروسته درې ورځې ملي ماتم اعلان کړ.
د سومالیا ولسمشر د نوموړې پیښې نه وروسته په خلکو ټپیانو ته د وینې ورکولو غږ وکړ. د سومالیا ولسمشر او جګپوړي چارواکو هم د نوموړې پيښې ټپیانو ته په روغتون کې وینه ورکړه.
پداسې حال کې چې د چاودنې مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی خو د سومالیا چارواکي بیا د برید پړه د الشباب په ترهګرې ډلې اچوي.
ویل کیږي دا برید په سومالیا کې د تیرو لسو کلونو په دننه کې تر ټولو خونړی او وحشي برید دی.
ترکیې په سومالیا کې دا ستر وحشت په کلکو ټکو وغنده. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نوموړې وحشتناکه پیښې له امله د سومالیا د ولسمشر محمد عبدالله سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې. ولسمشر اردوغان د سومالیا ولسمشر ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل او د سومالیا د خلکو سره يي د هر ډول مرستو لپاره تیاری وښود. ولسمشر اردوغان د سومالیا ولسمشر ته وویل چې امبولانس الوتکه او روغتیايي ډلې به هر څه ژر سومالیا ته ورسیږي. ولسمشر اردوغان وویل چې ددې پیښې سخت ټپیان به د درملنې په موخه ترکیې ته راوړل شي.
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه تل د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د سومالیا د دولت او ملت ترڅنګ ولاړه او ملاتړ تړینه کوي.
ولسمشر اردوغان ویاند ابراهیم قالن بیا خبري رسنیو ته وویل چې د ولسمشر اردوغان په هدایت یوه عسکري امبولانس چورلکه او روغتیايي ډلې د سومالیا پر لورې روان شول. د سومالیا د وروستۍ پیښې هغه ټپیان به چې روغتیايي حالت يي باریکه دی د درملنې په موخه ترکیې ته راوړل شي.