امریکا متحده ایالتونو د سن فرانسسکو په ایالت کې د روسیې په قونسلګرۍ چاپه اچولې ده
د امریکا لخوا د روسیې په سیاسي نماینده ګۍ کې پلټنې.
امریکا متحده ایالتونو د سن فرانسسکو په ایالت کې د روسیې په قونسلګرۍ چاپه اچولې ده . دا ادعا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت کړې ده .
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې امریکايي چارواکیو په سن فرانسسکو کې ددوې د قونسلګرۍ دروازې د ماتولو نه وروسته دننه ننوتي او پلټنې کړي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې امریکايي چارواکیو د ټولو خبرداریو سره سره ددوې د قونسلګرۍ دروازې په زور ته د ماتولو نه وروسته دننه ننوتي او پلټنې کړي دي.
به خبر پاڼه کې راغلي دي چې امریکايي چارواکیو د قونسلګرۍ په ودانۍ قبضه لګولې او په هر اړخیزه توګه يي پکې پلټنې کړي دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې « امریکايي چارواکیو زمونږ د ټولو خبرداری سره سره د عقل سلیم نه کار وانخیست او د منطق پر خلاف يي خپل غیرې قانوني پلانونه پلي کړل. امریکايي چارواکیو نن په سن فرانسسکو کې د روسیې په قونسلګرۍ چاپه واچوله او قونسلګرۍ په ودانۍ يي قبضه ولګوله.
امریکا د تیر کال د دسمبر د میاشتې راهیسې د روسیې په ۵ ډیپلوماتیکو ودانیو قبضه لګولې ده . داځل يي په سن فرانسسکو کې زمونږ د قونسلګرۍ دروازې ماتې کړې او د سر نه پایه پورې پکې پلټنې پیل کړي دي. »
روسیې ویلي دي چې دا امریکا دا چلند په ښکاره توګه د دښمنۍ نه ډک چلند دی چې روسیه به يي خامخا متقابل ځواب ووايي.