پوليسو سهواً د كابينې يو وزير وويشتلو.

په سوماليا كې پوليسو د هېواد د كور جوړونې وزير د الشباب د ترهګرې ډلې د غړيتوب په تور سهواً ووژلو.

726006
پوليسو سهواً د كابينې يو وزير وويشتلو.

 

سوماليا چې د ترهګرۍ سره لاس او ګرېوان ده په خپل تاريخ كې د يوې ترخې تجربې شاهده وه. ددې هېواد پوليسو ۳۱ كلن عباس عبداللهي په داسې حال كې په خطا سره ووژلو چې فكر يې كولو د الشباب د ترهګرې ډلې غړى دى.

دا پېښه په پلازمېنه موګاديشو كې پېښه شوې ده. پوليسو په هغه موټر ډزې كړي دي چې د كابينې دوه وزيران په كې سپاره ول. په پېښه كې يو بل وزير ټپي شوى دى.

ددې هېواد د پوليسو يو تن چارواكي د رويټرز خبري آژانس ته وويل چې د عبداللهي موټر د پوليسو لخوا وردول شو او بيا د الشباب د ترهګرې ډلې د غړيتوب په تور سهواً پرې ډزې وشوې.

عباس عبداللهي د مارچ په مياشت كې په كابينه كې د تر ټولو ځوان وزير په توګه په دنده پيل وكړ. ويل كيږي چې نوموړى فعاله څېره وه او د خپل عمر زياته برخه يې په كېنيا كې د كډوالو په كمپ كې تېره كړې وه.



اړوند خبرونه