د امریکا متحده ایالتونو دوه جنګي جیټ الوتکې په هوا کې سره وجنګیدې.
په امریکا کې دوه الوتکې په هوا کې سره وجنګیدې
607479
د امریکا متحده ایالتونو دوه جنګي جیټ الوتکې په هوا کې سره وجنګیدې.
د امریکا متحده ایالتونو د هوايي ځواکونو دوه تعلیمي جیټ الوتکې ، د کالیفورونیا ایالت اړوند د سن دیګو د ښار په سواحلو کې ، د پسیفیک اقیانوس د پاسه ، د تعلیمي الوتنې پر مهال په هوا کې سره وجنګیدې.
د کالیفورونیا ایالت د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې د نوموړو الوتکو نه یوه د وراوښتي زیان سره سره د شمالي ایسلنډ په هوايي ډکر کې راښکته شوه او د بلکې الوتکې پيلوټ د الوتکې نه ځان ګوزار کړی او الوتکه په اقیانوس کې غورځیدلې ده.
همداشان د الوتکې پيلوټ چې ځان د الوتکې نه ګوزار کړی وو سمندر ته غورځیدلی دی او د ژغورنې په موخه يي چارې پیل شوي دي.
نوموړو الوتکو د میرامار هوايي هډې نه الوتنه کړې وه.