په کینیا کې د امریکا متحده ایالتونو په سفارت برید وشو.
د کینیا په پلازمینه نایروبي کې د امریکا متحده ایالت په سفارت برید وشو چې برید کوونکی د پولیسو لخوا د خپو وغورځول شو.
په کینیا کې د امریکا متحده ایالتونو په سفارت برید وشو.
د کینیا په پلازمینه نایروبي کې د امریکا متحده ایالت په سفارت برید وشو چې برید کوونکی د پولیسو لخوا د خپو وغورځول شو.
د نایروبي د پولیسو یو تن مشر خبري رسنیو ته وویل چې یو تن د امریکا په سفارت برید وکړ چې سمدلاسه د پولیسو لخوا د خپو نه وغورځول شو.
هغه وویل چې برید کوونکي د سفارت په قونسلي څانګې برید وکړ. برید کوونکي
چې د امریکا د سفارت د قونسلي څانګې په ساتونکي د برید نه وروسته سفارت ته د ننوتو هڅه کوله د پولیسو لخوا په ډزو وویشتل شو.
د پولیسو مشر ویلي دي چې برید کوونکی سومالي الاصله کینیايي دی.
هغه ویلي دي چې په برید کې د امریکا د سفارت د یو تن ساتونکي د ټپي کیدو نه پرته نور چا ته کوم زیان ندی اوښتی.
په نایروبي کې د امریکا سفارت د ټویټر له لارې د برید پخلی کړی دی او ویلي دي چې د یو تن ساتونکي نه پرته نور چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
د یادولو وړ ده چې د الشباب ترهګرې ډلې د تیرې سې شنبې په ورځ د کینیا د ماندیرا په ایالت کې په یو میلمستون برید وکړ چې په پایله کې ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړ. د کینیا حکومت د نوموړي برید نه وروسته په یاده شوې سیمه کې ۶۰ ورځې ګرځبند اعلان کړ.