په ګرجستان کې د ناټو په عسکري‌ تعلیمي‌ مرکز د برید هڅه وشوه

په  ګرجستان کې  د ناټو  سازمان په  تعلیمي‌ مرکز یو تن  برید کوونکی  ووژل شو.

595435
په ګرجستان کې د ناټو په عسکري‌ تعلیمي‌ مرکز د برید هڅه وشوه

په  ګرجستان کې  د ناټو  سازمان په  تعلیمي‌ مرکز یو تن  برید کوونکی  ووژل شو.

د ګرجستان د  دفاع وزارت  په خپره کړې  خبرپاڼه کې  ویلي‌ دي‌ چې  د یکشنبې  په ورځ  د اکتوبر په ۲۳مه  دوو  تنو چې  غوښتل  يي  د ناټو سازمان  په نظامي‌ تعلیمي‌ مرکز  برید وکړي‌  د مرکز  د ساتونکي‌ لخوا  د خپو  وغورځول شو.

په خبرپاڼه  کې  راغلي   چې  دوو  تنو  چې  یو  يي  په وسلې  سمبال  وو  او  د ناټو عسکري‌ تعلیمي‌ مرکز ته د ننوتو هڅه کوله  د ساتونکو لخوا  په ډزو  وویشتل شوه. 

په پيښه  کې  وسله وال تن  ژوند  د لاسه ورکړ  خو  د دویم  تن  په اړه  چې  نیول شوی  دی  او که تښتیدلی  دی  څه ندي‌ ویل شوي.

په خبرپاڼه کې  راغلي‌ دي‌ چې  نظامي‌ پولیسو  د پیښې  په اړه پراخه  څیړنې  پیل کړي‌ دي.

د یادولو  وړ ده  چې  په ګرجستان کې د ناټو د سازمان  دا نظامي‌ تعلیمي‌ مرکز  ۱۱ کاله  مخکې  په فعالیت  پیل کړی . دا مرکز  د ګرجستان  د وسله والو ځواکونو سربیره  د سیمې  د هیوادونو  ځواکونه هم  روزي. دا مرکز  په عالي‌ کچه  د عسکري‌ زده کړو  مرکز  دی.


پيوندونه: #ناټو , #ګرجستان

اړوند خبرونه