په امریکا کې د ریل ګاډي د جنګیدو په پیښه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته
د امریکا متحده ایالتونو د نیوجرسي په ښار کې یو ریل ګاډی د خپلې پټلۍ بهر شو او د ریل ګاډي د عمومي تم ځای د ودانۍ سره وجنګید.
د امریکا متحده ایالتونو د نیوجرسي په ښار کې یو ریل ګاډی د خپلې پټلۍ بهر شو او د ریل ګاډي د عمومي تم ځای د ودانۍ سره وجنګید.
په پیښه کې لږ تر لږه ۲ تنه مړه او ۱۰۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د امریکا د نیوجرسي په ښار کې د مساپرو نه ډک یو ریل ګاډی د هوبوکن د ریل ګاډو په عمومي تم کې د پټلۍ نه د وتو سره د تم ځای د ودانۍ او انتظار خانې سره وجنګید.
د نیوجرسي د ټرانسپورت چارواکیو ویلي دي چې په پیښه کې ۲ تنو میرمنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۱۰۸ تنه مساپر ټپیان شوي دي. د ټپیانو نه د بعضو روغتیايي حالت باریکه دی.
چارواکیو ویلي دي چې د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنه شتون لري.
د پیښې نه وروسته د سیمې ته په لسګونو امبولانسونه او د ژغورنې ډلې راواستول شوې.
د ویلو ده چې پیښه د سهار په ساعتونو کې رامنځته شوې ده .
پیښه هله رامنځته شوه چې په سلګونو تنه د ریل ګاډي په تم ځای کې د ریل ګاډي په انتظار کې ولاړ ول.
نوموړې پیښې د ریل ګاډي تم ځای ته هم د پام وړ زیان رسولی دی .
د نیوجرسي د ټرانسپورت چارواکیو ویلي دي چې د پیښې د لامل د معلومولو په خاطر څیړنې پیل شوي دي
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.
پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.