په فیلیپین کې په یو بازار کې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
په فیلیپین کې د شپې په بازار کې زوروره چاودنه وشوه
په فیلیپین کې په یو بازار کې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د فیلیپین په سویل کې د میندانوا ټاپو د داواو په ښار کې زوروره چاودنه وشوه.
د نوموړي ښار د ځايي چارواکیو په وینا چاودنه د روکزاس په جاده کې د شپې په بازار کې رامځته شوه.
د فیلیپین د حکومت ویاند ویلي دي چې د لومړنیو شمیرو له مخې په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۴ تنه مړه او څه باندې ۷۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د داواو ښار د پولیسو مشر خبري رسنیو ته ویلي دي چې د چاودنې نه وروسته د ښار ټولې دخولي او خروجي دروازو کې جدي کنټرول پیل شوی دی.
هغه ویلي دي چې د پیښې په اړه څیړنې دوام لري او دا لا معلومه نده چې چاودنه د چا لخوا شوی دی .
د ویلو ده چې په فیلیپین کې یو څه موده مخکې په زندان برید شوی وو چې له امله يي ۲۰ تنه زندانیان تښتول شوي وو.
د داواو ښآر د نوموړي هیواد دریم لوی ښار دی او فیلیپین اوسني ولسمشر ۲۲ کاله پکې د ښاروال په توګه دنده ترسره کړې ده .
د فیلیپین ولسمشر رودریګو دوتیرتي په هیواد کې د نشه یي توکو د چاقبرانو پر خلاف جګړه اعلان کړې او امنیتي ځواکونو او خلکو ته يي د هغوې د وژلو امر کړی دی.
نړۍوالې ټولنې پر هغه ددې پریکړې له امله سختې نیوکې کړي دي.
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.
پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.