په سوماليا كې خونړى بريد

د سوماليا په پلازمينه موګاديشو كې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې په چاودېدونكو موادو بار د يو موټر د چاودنې په پايله كې ۲۲ تنه ووژل شول.

562369
په سوماليا كې خونړى بريد

 

د سوماليا په پلازمينه موګاديشو كې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې په چاودېدونكو موادو بار د يو موټر د چاودنې په پايله كې ۲۲ تنه ووژل شول.

ويل كيږي چې د بريدګر موخه سيمې ته نږدې يو هوټل وو خو د موټر د هوټل د ديوال سره ټكر كړى دى.

د بريد پر مهال په هوټل كې د كابينې د غړو او نورو لوړپوړو چارواكو په ګډونه امنيتي غونډه روانه وه.

د چاودنې په پايله كې هوټل ته زيان رسېدلى دى او د يو وزير په ګډون ۵۰ تنه په كې ټپيان شوي دي.

د بريد پړه د الشباب ترهګرې ډلې پر غاړه واخيستله.


پيوندونه: #سومالیا

اړوند خبرونه