د ناټو سازمان د ترکیې د غړیتوب اړوند رامنځته شوو ادعاګانو او بې ځایه بحثونو ته د پای ټکی کیښود
ناټو : په ترکیې پوره باور لرو او ترکیه هم په ناټو پوره باور لري
د ناټو سازمان د ترکیې د غړیتوب اړوند رامنځته شوو ادعاګانو او بې ځایه بحثونو ته د پای ټکی کیښود.
د ناټو سازمان اعلان وکړ چې د ترکیې د غړیتوب اړوند هر ډول ادعا او بحث بې ځایه دی. د ناټو سازمان ویلي دي چې په ترکیه کې د رامنځته شوې کودتا او وروسته پرمختګونو له امله په خبري رسنیو کې په ناټو سازمان کې د ترکیې د غړیتوب په اړه ځینې بې بڼسټه او ناسم خبرونه خپاره شوي دي چې ددې ټولو پر وړاندې د ناټو دریځ معلوم دی.
په څرګندونو کې راغلي دي چې ترکیه د ناټو سازمان د ګډو هلو ځلو سره مرسته کوونکی ډیر مهم او ارزښتمند غړی او متفق هیواد دی. پداسې حال کې چې نړۍ د داسو ګواښونو سره مخامخ ده چې تیرو نسلونو يي هم شاهدي نده کړې خو ترکیې تل په ډیر اعتدال سره د ناټو په ټولو پریکړو کې ونډه اخیستې او بې سارې مرسته کړې . د ناټو په سازمان کې د ترکیې غړیتوب د بحث وړ مسله نده او پدې اړه هیڅډول شک او تردد شتون نلري.
په څرګندونو کې راغلي دي چې د ناټو سازمان په ګډ د دفاع، ډیموکراسۍ، فردي ازادیو، بشري حقونو او حقوقو ته د درناوي پر بڼسټ ولاړ یو سازمان دی.
ناټو سازمان په ترکیې پوره باور لري او ترکیه هم د ناټو سازمان په همغږۍ او مرستې پوره باور لري.
ترکیه د ناټو د سازمان د مهمو متفقینو او مرسته کوونکو هیوادونو نه دی.
د یادولو وړ ده چې په ترکیه کې د ناکامې کودتا نه وروسته ځینو لویدیځوال خبري رسنیو د ناټو په سازمان کې د ترکیې په غړیتوب له سره د غور کیدو ادعا کړې وه. ځینو بیا ادعا کړې وه چې ناټو سازمان په پام کې لري د ترکیې غړیتوب وځنډوي.