په امریکا کې دوه کوچنیو الوتکو سقوط وکړ
په امریکا متحده ایالتونو کې د دوو کوچینو الوتکو د سقوط په پایله کې لږ تر لږه ۶ تنو ژوند دلاسه ورکړ.
په امریکا متحده ایالتونو کې د دوو کوچینو الوتکو د سقوط په پایله کې لږ تر لږه ۶ تنو ژوند دلاسه ورکړ.
د امریکا د تکساس په ایالت کې یوه کوچنۍ الوتکه د یو مارکیټ د موټر په پارک کې په ولاړو موټر وغورځیده. په پیښه کې ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
همداشان په همدې ورځ د نوموړي هیواد په سویلي دوکاتو ایالت کې د یوې بلې کوچنۍ الوتکې د غورځیدو نه خبر ورکړ شو. پدې پیښه کې هم ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
د امریکا د ABC تلویزیون د خبر له مخې په تکساس کې یوې کوچنۍ الوتکې الوتکې چې په هوايي ډګر کې د کیناستو هڅه کوله کنټرول يي د لاسه ورکړ او په سیمه کې د یو مارکیټ د موټرو په پارک کې د موټرو د پاسه وغورځیده.
په خبر کې راغلي دي چې پدې پیښه کې د یوې کورنۍ درې تنو پلار ، مور او زوی ژوند لاسه ورکړ.
په خبر کې راغلي دي چې په همدې ورځ په سویلي دوکاتو ایالت کې هم یوه کوچنۍ الوتکه په سیند کې ورغورځیده چې له امله يي د پیلوټ په ګډون په الوتکه کې سپرو ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د ویلو ده چې په دوه ورځې وړانډې د امریکا ۲ جنګي اف ۱۶ الوتکو په هوا کې د جنګیدو له امله سقوط وکړ.
همداشان تیره اوونۍ هم د امریکا دوه جنګي الوتکې د تعلیمي پرواز پر مهال راوغورځیدلې.
اړوند خبرونه
اوکراین د روسیې اړوند د یوې جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړی دی
اوکراین په دونیتڅک سیمه کې د روسیې اړوند د یوې Su-25 ډوله جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ.