د سوک وهنې نړۍوال اتل محمد علي ومړ

د سوک وهنې نړۍوال اتل محمد علي چې درې ځله يي نړۍواله اتلولي ګټلې وه تیره شپه ددې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې

503821
د سوک وهنې نړۍوال اتل محمد علي  ومړ
muhammed ali1.jpg

د سوک وهنې  د نړۍ  نامتو اتل  امریکايي  سوک وهونکي  محمد علي  د ۷۴ کلونو په عمر  ومړ.

محمد علي  د یوې ډیرې اوږدې مودې  لپاره  د پارکنسن  په ناروغۍ  روږدی وو چې  پرون  شپه يي  ددې فاني  نړۍ نه سترګې  پټې  کړې.

نامتو سوک وهونکی  محمد علي  د سوک وهلو  د سپورت د پریښودو نه وروسته په ۱۹۸۴ کال کې  په پارکنسن  ناروغۍ  روږدی شو.

د محمد علي  اصلي  نوم  کسیوس مارسلوس کلی وو چې  په ۱۹۶۴ کال کې  د اسلام د مبارک دین  د منلو سره  په ځان د محمد علي  نوم کیښود.

محمد علي  په ۱۹۶۴ ، ۱۹۷۴ او ۱۹۷۸ کلونو  کې  درې ځله  د سوک وهلو په برخه کې نړۍواله اتلولي  خپله کړه.

محمد علي  د خپل ژوند په اوږدو کې  ۶۱ سیالۍ کړي دي چې ۵۶ يي ګټلي دي.

محمد علي  ددې بریالیتوبونو سره  خپل نوم د سپورت د نړۍ په تاریخ کې په طلايي حرفو لیکلی دی.



اړوند خبرونه