په لویدیځه نړۍ کې اسلام فوبیا اوج ته رسیدلی دی

په امریکا متحده ایالتونو کې یو تن عراقي زده کوونکی د انشاالله د کلمې د کارولو له امله د الوتکې نه ښکته کړې شو او د پولیسو لخوا ونیول شول.

474472
په  لویدیځه نړۍ کې اسلام فوبیا  اوج ته رسیدلی دی

په لویدیځه نړۍ کې اسلام فوبیا یا اسلام دښمني کچه د هر ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو ده.

په امریکا کې یو تن عراقي زده کوونکی چې د خپل تره سره يي په ټیلیفون کې خبرې کولې او د خبرو په پای کې د انشاالله کلمه وکاروله د الوتکې نه ښکته او د ترهګرۍ په شک د پولیسو لخوا ونیول شو.

د امریکا د مطبوعاتو د خبر له مخې د اپریل په نهمه نیټه یو تن عراقي زده کوونکي په لاس انجلس ښار کې د ملګروملتونو د سرمنشي بانکي مون په ګډون په یوې غونډه کې ګډون کړی وو. د خیرالدین محصومي په نامه عراقي زده کوونکي د غونډې نه وروسته د اوکلانډ ښار ته د سفر په خاطر د سوت ویست هوايي کرښو ا اړوند الوتکې ته پورته شو.

د الوتکې د الوتنې نه د مخه عراقي زده کوونکي د ټيلیفون په کرښه د خپل تره سره خبرې پیل کړې او د غونډې په اړه يي هغه ته معلومات ورکول چې په پای کې د انشاالله کلمه وکاروه.

د عراقې زده کوونکي لخوا د انشاالله د کلمې د کارولو نه سمدلاسه وروسته په الوتکه کې یوې مساپرې شکایت وکړ او د الوتکې ستیوردانو پولیسو ته خبر ورکړ.

پولیس راغلل او عراقي زده کوونکی د الوتکې نه ښکته کړل او څیړنې ترینه پیل کړې.

عراقي زده کوونکی د پولیسو نه وروسته د اف بي ای لخوا د ۹ ساعتونونو لپاره و څیړل شول چې وروسته يی بې ګناهي ثابته شوه او خوشې شو.

عراقي زده کوونکي د نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې ً ډیر د خواشینۍ ځای دی. هغه وویل چې دا لومړی ځل ندی چې په ناحقه څیړل کیږي، کورنۍ يی هم تر اوسه پورې ډیرې ستونزې لیدلي. عراقي زده کوونکي ویلي دي چې نه غواړي د یاد شوي هوايي شرکت پر خلاف دعوا وکړي ځکه چې په دنیا کې د پیسو نه مهم شیان هم شتون لري چې هغه انسانیت دی. د انسان شرف او حثیت دی. نوموړي هوايي شرکت باید د بښنې غوښتنه کړي وای او ددې په هیله کې بښنه وغواړي. که چیرې دا وکړي ټولو انسانانو ته په یو سترګه لیدل به هم یاد کړي.

د بله پلوه نوموړي شرکت بیا ویلي دي چې دوی زده کوونکی ډیر ولټو خو پیدا يي نکړ. یاد شوي هوايي شرکت تر اوسه پورې بښنه هم نده غوښتې.



اړوند خبرونه