جرمني د اتریش سره په پوله کې کنټرول له منځه وړي
جرمني د اتریش سره په پوله کې د کنټرول په موخه جوړې کړې پوستې لرې کوي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر وویل چې د کډوالو د تګ راتګ د مخنیوي په خاطر د اتریش کې په پوله کې پیل شوي کنټرولونه به هر څه ژر له منځه یوسي.
هغه د اتریش د زبپ ۲ تلویزوني کانال سره په مرکه کې وویل چې ً که چیرې د اوس په څیر د کډوالو د تګ راتګ مخه ونیول شي د اتریش سره په پوله کې پیل کړي کنټرولونه به هر څه ژر له منځه یوسي. هغه زیاته کړه چې د مې د ۱۲ نیټې نه وروسته به په پولو کې د کنټرول په موخه د اجازه نامې نیټه ونه غڅول شي.
هغه زیاته کړه چې د کډوالو د مسلې په اړه د جرمني او اتریش بعضې ستونزې پیدا شوې وې چې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه د کډوالو د بیرته اعاده کولو په اړه د تړون د لاسلیک نه وروسته دا ستونزې حل شوي دي.
د ویلو ده چې جرمني د تیر کال د سپټمبر په میاشت کې د کډوالو د ډیر زیات تګ راتګ د مخنیوي په خاطر د اتریش سره په پوله کې په کنټرول پيل وکړ . دې مسلې په سیمه کې د خلکو سخت غبرګون پارولی وو.