اسرائیل : د ایران له لورې د هر ډول برید سناریو ته پوره چمتوالی لرو
په داسې حال کې چې د اسرائیلو لخوا وخت نا وخته په سوریه کې د ایران پر امنیتي ځواکونو او نیابتي ځواکونو د بریدونو له امله د دواړو هیوادونو اړیکې ترینګلې وې ، په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ وروستي برید کړکیچ اوج ته ورساوه.
په داسې حال کې چې د اسرائیلو لخوا وخت نا وخته په سوریه کې د ایران پر امنیتي ځواکونو او نیابتي ځواکونو د بریدونو له امله د دواړو هیوادونو اړیکې ترینګلې وې ، په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ وروستي برید کړکیچ اوج ته ورساوه.
د اسرائیلو لخوا د سوریې په پلازمینه دمشق کې د ایران د قونسلګرۍ پر ودانۍ برید چې له امله يي د ایران د سپاه پاسداران د ځواکونو د دوو جګپوړو جنرالانو په ګډون ۷ تنو ایراني او ۶ تنو سوري وګړو پکې ژوند د لاسه ورکړ ، د ایران دیني مشر خامنه يي ، ولسمشر ابراهیم رئیسي او د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل چې دا برید به بې ځوابه پاتې نشي. د ایراني چارواکیو تندو او غچ په اړه څرګندونو اسرائیل او امریکا اړ کړي دي چې لا جدي تدابیر ونیسي.
د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو ویاند دانیل په خپل بیان کې د ایران له لوري د احتمالي بریدونو لپاره چمتووالی ته اشاره کړې او زیاته کړې ده "موږ د مختلفو سناریوګانو لپاره هر ډول چمتووالی لرو. موږ په دوامداره توګه د وضعیت ارزونه کوو. هغه وویل، « د اسرائیلو دفاعي ځواکونه چمتو دي چې له خپلو ستراتیژیکو ملګرو سره په ګډه د خپلو مختلفو ظرفیتونو په کارولو سره برید او دفاع وکړي.
هغه زیاته کړه چې "د امریکا له وسله والو ځواکونو سره زموږ ستراتیژیکې اړیکې پیاوړې دي"
هغه زیاته کړه " د امریکا د مرکزي ځواکونو قوماندان جنرال مایکل کوریلا پرون سهار په سیمه کې د امنیتي ستونزو د ارزونې په موخه د اسرائیلو له لوی درستیز هرزي حلوي سره د لیدنې په موخه زمونږ هیواد ته ته سفر کړی ، چې له امریکايي ځواکونو سره زموږ ستراتیژیکې اړیکې ټینګې او نږدې دي. د ایران له خاورې هر ډول برید ددې په معنا دی چې ایران غواړي په منځني ختیځ کې وضعیت لا پسې خراب کړي او د مخامخ جګړې د نیت څرګند ثبوت به وي."
هغه وویل چې دوی د هوايي دفاع خورا بریالي وړتیا لري، زیاته کړه چې ملکي وګړي باید د کور د ننه او نه بدلیدونکي قومانداني لارښوونو اوریدو ته دوام ورکړي او هوښیار واوسي.