اسرائیلو په غزه کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر په کورنۍ خونړی برید وکړ
اسرائیلو په غزه کې دا ځل د حماس غورځنګ د مشر اسماعیل هنیه په کورنۍ هوايي برید وکړ چې په نتیجه کې د هنیه درې زامنو او درې لمسیانو ژوند د لاسه ورکړ.
اسرائیلو په غزه کې دا ځل د حماس غورځنګ د مشر اسماعیل هنیه په کورنۍ هوايي برید وکړ چې په نتیجه کې د هنیه درې زامنو او درې لمسیانو ژوند د لاسه ورکړ.
د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو په هوايي برید کې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه درې زامنو او درې لمسیان وژل شوي دي.
اسماعیل هنیه ددې دردونکي خبر څخه وروسته وويل " که دښمن فکر کوي چې زما د زامنو په وژلو سره به مونږ مجبور کړو چې خپل دريځ بدل کړو، هغوې خوب ویني."
د تیرو ۱۸۷ ورځو راهیسې د غزې پر تړانګه د اسرائیلو بریدونه دوام لري. د غزې په تړانګه کې د شاطي مهاجرینو په کمپ باندې د اسرائیلو په برید کې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه، درې زامن او درې لمسیان وژل شوي دي.
هنیه په خپل بيان کې د اسرائيلو په بريد کې د خپلو درې زامنو او ۳ لمسيانو د وژل کیدو پخلی کړی او ويلي يې دي چې وژل شوي زامن يې حازم، امير او محمد دي. هنیه وویل، " مونږ د دې درد او قرباني سره، خپلو خلکو، خپل ملت او خپلې پر حق دعوا لپاره امید، راتلونکی او خپلواکي رامنځته کوو."
"که دښمن فکر کوي چې موږ به زما د زامنو په وژلو سره د خپلې دعوا نه لاس په سر کړي ، هغوې خوب ویني"
هنیه په دې خبرې په ټینګار سره چې اسرائیل هغه څه چې د تباهۍ، مرګونو او قتل عام سره ندي ترلاسه کړي هغه به د خبرو اترو له لارې هم ترلاسه نکړي. که دښمن فکر کوي چې د زمونږ د زامنو په وژلو سره به مونږ خپل دریځ بدل کړو، هغو خوب ویني.
هنیه دا هم ویلي چې تر اوسه د اسرائیلو په بریدونو کې د هغه د کورنۍ ۶۰ غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ویلي یې دي: «موږ ولیدل چې د غزې په خاوره کې هر څه تر پښو لاندې شوي دي. دلته قومي تصفیه او نسل وژنه روانه ده. " اجباري کډوالي شتون لري."
د اختر په ورځو کې د اسرائیلو قتل عام دوام لري: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې ۱۲۲ تنه وژل شوي
د هغه شیبو فلم هم خپور شوی ، کله چې اسماعیل هنیه د خپلو زامنو او لمسیانو د وژل کیدو دردناک خبر ترلاسه کوي.
د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه خبر ترلاسه کړ چې د غزې په تړانګه د اسرائیلو په هوايي برید کې یې زامن او لمسیان وژل شوي. هغه دا دردیدونکی او زړه بوږنوونکی خبر د قطر پلازمینه دوحه کې په یوه روغتون کې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د ټپي شوو ټپیانو د عیادت کولو پر مهال ترلاسه کړ. د هنیه خبر د ترلاسه کولو د شیبو ویډیو خپره شوه. پدې ویدیو کې ښکاري چې هنیه وايي چې " الحمد لله، زه د خدای د دربار څخه د هغوې لپاره د رحمت غوښتنه کوم."