حماس د ۱۴ اسرائیلي‌ سرتیرو د وژلو نه خبر ورکړ

د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس پوځي څانګې عزالدین القسام په غزه کې د ۱۴ اسرائیلي پوځیانو د  وژلو نه خبر ورکړی دی .

2125772
حماس د ۱۴ اسرائیلي‌ سرتیرو د وژلو نه خبر ورکړ

د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس پوځي څانګې عزالدین القسام په غزه کې د ۱۴ اسرائیلي پوځیانو د  وژلو نه خبر ورکړی دی .

 

د القسام ځواکونو لخوا  په ټولنيزه رسنۍ کې په خپور شوي  بيان کې ويل شوي چې د غزې په جنوب کې د خان يونس په سيمه کې ۱۴ اسرائيلي پوځيان له نږدې واټن څخه له منځه وړل شوي او ګڼ شمېر اسرائيلي پوځيان ټپيان شوي دي.

 

په بیان کې يادونه شوې چې د توپونو په ډزو کې د اسرائيلي پوځيانو نقلیه وسایط په نښه شوی، ۳ ټانکونه يې د ياسين-۱۰۵ ميزايلو په مټ په نښه شوي او په ايمل ولسوالۍ کې د اسرائيلي چورلکو لخوا د ښکته کړی شوو عسکرو باندې  هم بريد شوی دی.

اسرائیلي پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د قسام ځواکونو لنډه موده مخکې هم د ټولنیزه میډیا له لارې په ورته بریدونو کې د خان یونس په سیمه کې ۵ اسرائیلي عسکرو د له منځه وړو  او ګڼ شمیر اسرائیلي عسکر ټپي کولو نه خبر ورکړی وو.

د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د لږ تر لږه ۱۴ زره ۵۰۰ ماشومانو او ۹ زره ۵۶۰ ښځو په ګډون ۳۳ زره ۱۳۷ فلسطینیان وژل شوي او ۷۵ زره ۸۱۵ کسان ټپیان شوي دي.

 

په داسې حال کې چې ویل کیږي لا هم تر خاورو لاندې زرګونه مړي پراته دي، اسرائیل د روغتونونو او تعلیمي‌ اداراتو  په نښه کولو سره ملکي بنسټونه چې  خلکو ورته  پناه اخیستې په نښه کوي.

 

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې راهیسې چې پر غزې د دوی بریدونه پیل شوي، د دوی ۶۰۰ پوځیان وژل شوي، چې ۲۵۶ یې د ځمکني یرغل په بهیر کې وو.



اړوند خبرونه