په غزه کې د ځاني تلفاتو شمیره د ۳۳ زرو تنو نه واوښته

د اکټوبر د اوومې راهیسې د غزې په تړانګې  د اسرائیلو  د روانو  بریدونو په ترڅ کې د  وژل شویو فلسطینیانو شمیر ۳۳ زره ۳۷ او د زخمیانو شمیر ۷۵ زره ۶۶۸ ته ورسید.

2124833
په غزه کې د ځاني تلفاتو شمیره د ۳۳ زرو تنو نه واوښته

د اکټوبر د اوومې راهیسې د غزې په تړانګې  د اسرائیلو  د روانو  بریدونو په ترڅ کې د  وژل شویو فلسطینیانو شمیر ۳۳ زره ۳۷ او د زخمیانو شمیر ۷۵ زره ۶۶۸ ته ورسید.

له ۱۸۱ ورځو راهیسې پر غزې د اسرائیلو بمبارۍ دوام لري.

اسرائیلي ځواکونه ملکي استوګنځایونه ا، عبادت ځایونه ، روغتونونونه ، ښوونځي ، مرستندویه موسسې او مرستندویه کارکوونکو په نښه کوي.

په داسې حال کې چې په سیمه کې بمونه د یوې شیبې لپاره هم نه دریږي، د هر ساعت په تیریدو سره د مرګ ژوبلې شمیره لوړیږي.

د فلسطین د روغتیا وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ترسره شوو بریدونو کې ۶۲ تنو فلسطینیانو ژوند د لاسه ورکړی او ۹۱ تنه فلسطینیان ټپیان شوي دي.

په دې وروستیو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمیر ۳۳ زره ۳۷ ته رسیدلی او د اکتوبر له اوومې راهیسې د اسرائیلي بمباریو له پیل راهیسې د ټپیانو شمیر ۷۵ زره ۶۶۸ ته رسیدلی دی.

د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی بيورو مشر اسماعیل هنیه له اسرائیلو سره د اوربند د خبرو اترو په هکله وویل:

"موږ خپلو غوښتنو ته ژمن یو: دایمي اوربند، د غزې له تړانګې څخه د دښمن بشپړ وتل، خپلو کورونو ته د ټولو بې ځایه شویو خلکو راستنیدل، په غزه کې زموږ د خلکو لپاره د ټولو اړینو مرستو واک ورکول، د غزې د تړانګې بیا رغونه، د جګړې د پای ته رسول، بندیزونو لرې کولو  او د بندیانو تبادله "

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ویلي، په غزه کې د اوربند لپاره خبرې اترې د فلسطیني سیمو بیلابیلو سیمو ته د بې ځایه شویو خلکو د راستنیدو په اړه بې پایلې شوې دي.

د خبرو اترو په اړه یوه ناڅرګند چارواکي په یوه بیان کې ویلي چې حماس غواړي چې خلک شمال ته بیرته راستانه شي، په داسې حال کې چې اسرائیل نه غواړي چې بې ځایه شوي فلسطینیان د حرکت ازادي ولري.

دغه چارواکي وویل چې د خبرو اترو یو مهم ټکی دا و چې ایا د اسرائیلو لخوا محکوم شوي فلسطینیان به خوشې شي او که نه.



اړوند خبرونه