د فلسطین نوي حکومت د ولسمشر محمود عباس په حضور کې لوړه وکړه

په فلسطین کې د محمد مصطفی په مشرۍ نوی حکومت د ولسمشر محمود عباس په حضور کې د غزې د "ادارې پروګرام" سره لوړه وکړ.

2122991
د فلسطین نوي حکومت د ولسمشر محمود عباس په حضور کې لوړه وکړه

په فلسطین کې د محمد مصطفی په مشرۍ نوی حکومت د ولسمشر محمود عباس په حضور کې د غزې د "ادارې پروګرام" سره لوړه وکړ.

د فلسطيني خبري اژانس د خبر له مخې محمود عباس چې د دولت د وزيرانو د لومړۍ غونډې مشري يې کوله وويل چې لويديځه غاړه ، ختيځ بيت المقدس او د غزې تړانګه  د نوي حکومت تر پوښښ لاندې ده  او بل دا چې نوی حکومت د حقوقو او قانون په چوکاټ کې پدې سیمو کې د بشپړ واک او صلاحیت نه برښمند دی.

عباس په دې خبرې سره چې د حکومت هدف د پراخو اداری اصلاحاتو ترسره کول او ټولو فلسطینیانو ته ښه خدمات وړاندې کول دی زیاته کړه: مونږ به په غزې تړانګه کې د بشردوستانه مرستو د زیاتولو، د غزې او لویدیځې غاړې د بیارغونې او د فلسطین د اقتصاد د احیا کولو لپاره کوشش وکړو. "

عباس دې ته په اشارې سره چې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو او د بیت المقدس په ګډون په لوېدیځه غاړه کې په  مېشت ځایونو د بریدونو د مخنیوي لپاره له عربي او نړیوالو ټولنې سره کار ته دوام ورکوي، عباس وویل، زموږ سیاسي هدف د ازادۍ، خپلواکۍ ترلاسه کول او له اشغال څخه خلاصون دي. په ورته وخت کې، د فلسطین دولت "موږ به په ملګرو ملتونو کې د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو لپاره له اړوندو عربي او نړیوالې ټولنې سره کار وکړو."

عباس څرګنده کړه چې دوی به د فلسطین د خاورې د یووالي او د ملي پخلاینې د ترلاسه کولو لپاره کار ته دوام ورکړي او وویل چې نوی حکومت باید د فلسطین په ټولو سیمو او په ځانګړې توګه په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د عمومي او ولسمشریزو ټاکنو ترسره کولو ته چمتو شي.

فلسطیني ادارې اعلان کړی و چې عمومي انتخابات به په ۲۰۲۱ کال کې ترسره شي، خو دا انتخابات په دې دلیل لغوه شول چې اسرائیلو په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د انتخاباتو اجازه نه ده ورکړې.

په فلسطین کې وروستۍ عمومي ټاکنې په ۲۰۰۶ کال کې شوې وې.



اړوند خبرونه