د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو په سوریه کې د امریکا پر پوځي اډې توغندیز برید کړی دی.
په سوریه کې د امریکايي ځواکونو پر هډو راکټي بریدونه شوي
د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو په سوریه کې د امریکا پر پوځي اډې توغندیز برید کړی دی.
د ایران ملاتړو ملیشه ډلو د فرات سیند په لویدیځه غاړه کې د امریکايي ځواکونو پر هډې راکټي بریدونه کړي دي.
د سیمه ایزو سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په میادین ولسوالۍ کې میشته ایران پلوه ډلو د عمر د تیلو په ساحه کې چې د PKK/YPG د بیلتون غوښتونکو تروریستي سازمانونو تر حاکمیت لاندې ده پر امریکايي هډې راکټي بریدونه کړي دي.
د بله پلوه امریکايي ځواکونو هم په سیمه کې د ایران پلوو ملیشه ځواکونو پر مرکزونو ځوابي بریدونه کړي دي.
په هسکه او دیریزور کې د امریکا پوځ هډې د کال له پیل راهیسې په مکرر ډول د راکټونو او کامیکاز بې پیلوټه الوتکو لخوا په نښه کیږي.
د فرات سیند په ختیځ کې د دیر الزور سیمې د امریکا د ملاتړ نه برښمند بیلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان PKK/YPG تر اشغال لاندې دي . د ښار مرکز او نورې کلیوالي سیمې بیا د سوریې دولت او ایران پلوه ډلو تر کنټرول لاندې دي.