په سوریه کې یو ځل بیا د امریکايي ځواکونو پر هډې برید وشو.

په سوریه کې  ایران پلوو ډلو په دیرالزور ولایت کې د عمر د تېلو په سیمه کې چې امریکايي پوځیان ځای پر ځای دي، راکټي بریدونه کړي.

2099804

په بريد کې د اوښتي زيان په اړه معلومات نه دي ورکړ شوي.

د فرات سیند په لویدیځه غاړه کې د ایران ملاتړو ډلو د فبرورۍ د اوومې او د فبرورۍ د اتمې نیټې په شپه کې د کامیکاز د بې پیلوټه الوتکو  په مټ  د عمر د تیلو په هډه باندې برید وکړ.

په سوریه کې میشتو امریکايي ځواکونو ددې بریدونو په اړه څه ندي ویلي.

د ویلو ده چې امریکا هم تیره اونۍ په سوریه او عراق کې د ایران پر پلوي‌ ډلو د پراخه بریدونو نه خبر ورکړ.

امریکا ویلي‌ وو چې دا بریدونه يي په سوریه او عراق کې د ایران پلوو ډلو لخوا پر امریکايي ځواکونو د بریدونو په ځواب کې ترسره کړي‌ دي.

اړوند خبرونه