په سوریه کې د امریکايي ځواکونو پر پوځي هډې یو ځل بیا برید وشو.

د سوریې په دیرالزور ولایت کې د فرات سیند په لویدیځه غاړه کې، د ایران پلوي ډلو د عمر د نفتو په هډه چې امریکایي پوځیان پکې ځای پر ځای دي، د ډرون الوتکو پر مټ بریدونه وکړل.

2097423

امريکا تر اوسه د دغه بريد په اړه څه نه دي ويلي.

د جنورۍ په ۲۸مه د سوریې او اردن په پوله کې پر امریکايي هډې د برید په غبرګون کې، امریکا د فبرورۍ په ۳مه اعلان وکړ چې  په سوریه او عراق کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو اړوند لږ تر لږه ۸۵ هدفونه د هوايي بریدونو سره په نښه کړي دي.

د روان کال له پیل راهیسې په سوریه کې د امریکايي ځواکونو په هډو باندې د راکټونو او ډرون الوتکو په مرسته ګڼ بریدونه شوي دي.

پيوندونه: #برید , #سوریه , #امریکا

اړوند خبرونه